
روهي (پنځه نۍ/۲۷ د تلې)، د لوګر ولايت مقام د رسنيو له دفتر څخه روهي وېب پاڼې ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې،
تېره ورځ (تلې-۲۶) د لوګر ولایت مرکز د مهاجرینو د ښارګوټي او د پیاروخیلو دوه صحي اساسي مرکزونو د بنسټ ډبره، د لوګر ولایت مرستیال قمرالدین شکیب، د عامې روغتیا رئیس، د مهاجرینو امر او د سیمې مشرانو لخوا کیښودل شوه.
د عامې روغتیا د رئیس په وینا د پیاروخیلو صحي اساسي مرکز چې د ۷۴۴۲۹۱۵ افغانیو په لګښت سره په یو کال کې د عامې روغتیا وزارت لخوا جوړیږي چې اوه خونې او نور ضروي ملحقات به ولري او ۳۰۰۰۰ زره کورنۍ به ترینه ګټه واخلي .
همدارنګه د مهاجرینو ښارګوټي کې بل صحي مرکز چې اوه خوني لري او نږدې دیرش زره کورنۍ ترینه ګټه اخلي په یوکال کې د عامې روغتیا وزارت لخوا په اساسي ډول سره د ۶۷۴۵۹۰۲ افغانیو په قیمت سره جوړیږي چې اوه خوني به ولر ي.
قمرالدین شکیب ددغه مرکزونو مبارکي د سیمې اوسیدونکو ته وویله او له شرکت څخه یې غوښتنه وکړه چې د کار چټکتیا او کیفیت ته باید ځانګړې توجه وکړي.
همدا ډول روهي وېب پاڼې ته په یو بل خبر کې راغلي دي چې، د څه باندې یو میلیون افغانۍ په قیمت د څارویو خرڅلاو ځای (نخاس) جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د څارویو خرڅلاو ځای(نخاس) د لوګر ولایت مرستیال قمرالدین شکیب، د پل علم ښاروال نصیر احمد لیلیزي،د امنیه قومندانۍ معاون لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د پل علم ښاروال نصیراحمد لیلیزي په وینا د څارویو دغه خرڅلاو ځای په یو جریب ځمکه کې د پل علم د ښاروالۍ لخوا د یو میلیون افغانۍ په قیمت سره په ۴۵ ورځو کې جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادونې ده چې له دې وړاندې د حیوانانو د خرڅلاو لپاره یو ټاکل شوی ځای نه وو چې له دې وروسته به ټول مالونه په همدغه ځای کې خرڅیږي، چې دابه د ښار په پاکوالي ، نظافت او هم د ښاروالۍ په عوایدو کې مثبت تاثیر وکړي.