(روهي۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۴مه) ویل شوي، چې اندونیزیایی فوټبال لوبغاړی (کورول هودا) د یوه کورني لیګ پر مهال په لوبغالي کې مړ شو.
په راپورونو کې راغلي، چې نوموړي د لوبې پر مهال له خپل همډلي سره ټکر کړې، چې د ژورې ضربې له امله یې له ژوند سره مخه ښه وکړه.
هغه ۳۸ کلن کورل هودا په لوبغالي کې تر ټکر وروسته روغتون ته ولېږدول شو، خو په روغتون کې یې سا ور کړې.
هودا تر مړینې وروسته د هغه زرګونو مینه والو د نوموړي په یاد شمعې بلې کړې او د هغه درناوی یې وکړ.
وروستي