د ظلم هتکړۍ

کله چې ویرونکي بړبکۍ مې له ځانه چاپېره شي، د نهیلې تورې وریځې زما د خوار وطن د غرونو په لوړو څوکو تاو را تاوی شي، د ستومانه ناورین غمزموللې انګازې مې د زړه غوږو کې په زمزمو سر شې په زړه کې مې نا قراري او په ژبه مې غمجنې سندرې لکه څپه یوه پر بلې واوړي.
له مودو راهیسې لکه په قفس کې بنديوانه ښارو، د بد مرغه دودونو په زولنو تړلې یمه، روح مې د بدن په پنجره کې مړ ژواندی اوړي رااوړي او مرګ ته شیبې شمیري...
د کوشنيوالي بیا تر نیمزالۍ او آن تر پیغلتوبه د نیمګړي عقل، عاجزې، تورسرې د کور له انګړه بیا تر کلي، ښاره په هر ځای کې د همدغه آوازونو په اوریدو بدرګه شوې یم، نوره د تکراري لفظونو ستړې یم، دومره ستړې چې له دې مښلي چاپېریال د راټوکېدلو غږونو مې د غوږونو، زړه او هیلو په سر تڼاکې راختلې دي، له ځانه پوښتنه کوم الله ج څنګه هغه څوک چې په سپېڅلې لمنه کې یې د نړۍ مفکرین روزل شوي کیږي نیمګړې او نا پوهه وبلل شي؟
د ظلم پر وړاندې پرته له سر ټيټۍ نوره هیڅ وسه نه لرم نه چې د حیا پرده مې پورته شي او له نړۍ نا پېژاندې ولاړه شم!
اوس مې د ناوړه دودنو او کمزورو فرهنګونو پېټی چې له مودو مې په وړو نازکو اوږو بار دې او په نرۍ ملا مې ورځ تر بلې درنیږي ، نور یې د وړلو توان نلرم.
یه د شملې او غرور خاونده!
نور خپل عزت زما په ذلت کې مه لټوه، د ژوند قافله یوازې تر منزل نه رسیږي، هو که ستا شمله زما په غورزیدو هسکیږې نو له دې وروسته د ژوند د قافلې دروند بار دې په خپلو اوږو یوسه نوره دې د دې بې پته سفر ملګرې نه یم، ځم، هلته ځم، چېرې چې زړونه د زړونو ارزښت ولري او چېرې چې د سبا ناوکۍ د خپل سپېڅلې او روښانه سبا په هیله د ظلم او زور هتکړۍ ماتوي.