مرام المصري شاعرې، له مچکې وروسته لومړی شعر لیکلی

(روهي ۱۳۹۶هـ ش،تلې۲۳مه) مرام المصري یوه سوريۍ شاعره ښځه ده. دا په ۱۹۶۲ کال کې د سوريې په ساحلي ښارګوټي لاذقيه کې زېږېدلې ده.
ویل شوي، چې هغې دمشق پوهنتون کې انګريزي ادبيات لوستي دي.
مرام المصري ویلي، چې دې په ۱۶ کلنۍ کې لومړنی شعر هغغه وخت ولیکه چې د چا مينې يې زړه ته لاره وکړه. 
مرام په شل کلنۍ کې خپله لومړۍ شعري ټولګه د أنذرتك بحمامة بيضاء (د سپينې کوترې په واسطه دې وېروم) په نوم یوه شعري ټولګه چاپ کړې.
مرام المصري دويم کتاب كرزة حمراء على بلاط أبيض (سور ګیلاس پر سپينه کاشۍ) نومېږي چې نژدې ټوله شاعري يې د ښځينه جنسي تمايلاتو او عاشقانه احساساتو لپاره وه، د چاپ په ګاڼه پسوللی.
هغې د عاشقانه احساساتو لپاره هم شاعري کړې ده.
مرام ویل، چې دوهم کتاب یې د هغو ښځو لپاره ولیکه،چې مینه کوي.
له مرام المصري د لومړي شعر په اړه پوښتل شوي و، هغې ورته په لنډ ځواب کې ویلي و، چې د درياب پر غاړه مې لومړی شعر لیکلی.
وایي؛ د اپريل دويمه وه، د يوې بندې برنډې په زينو کې... د ښځې لومړۍ مچکه او لومړۍ مينه نه هېرېږي. نو وايي هماغه وخت یې لومړي شعرونه ولیکل.