
ليکوال : عبدالکريم
ژباړه : حمیدالله محمدشاه
يوتن دمايکروسافټ شرکت ته ددندې له پاره خپل کاغذونه وړاندی کړل،دنده د دفتر د غولی پاکول وو، له ازموينې او مرکې وروسته ورته د ګومارنې مدیر وويل: سمه ده تاسی د نوموړی دندې له پاره ومنل شوی د دندې څرنګوالی او د کار د پیل نېټه به درته دبرېښناليک له لارې دروليږم، سړی ورته وويل خو زه نه د کمپیوټر سيستم لرم اونه برېښناليک !!
مدير ورته په ډيره هېښتيا ځواب ورکړ: (څوک چی برېښناليک نه لری هغه هيڅ شتون نه لری، او څوک چی شتون نه لری هغه د کار رښته (حق) هم نه لری. سړی راووت او د دندې د موندنې له هيلو لاس په سر شو، ډیر سوچ يې وکړله ځانه سره يې وويل: څه به وکړم له لسوډالروپرته نور څه لرم؟؟؟؟
له ډير سوچ وروسته د ترکاری پلورنځی ته ولاړاويو صندوق روميان يې راونيول او د کلی پرلوررهی شو اود روميانو دانې پلورلی.له خپل سرسربيره څه ګټه هم وکړه،دغه کار يې درې ځل تکرار کړ، کله چی پرهمدغه ورځ خپل کورته راستون شوشپيته ډالريې له ځان سره راوړل، سړی پوه شوچی له دغی لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کولی شی. پرهمدغه کار يې لاس پوری کړ، ملااذان به له کوره ووته اوتیر ماښام به راته د سړی ګټه له يوې ورځې وبلی هغې ته زياتيدله، لاس ګاډی یې راونیوبیا یې د باروړلو موټر واونیو ان تردی چی دخپلومشتریانود غوښتنو دپوره کولو له پاره یې خپلو باری موټروته پارک جوړکړ. پنځه کاله وروسته،نوموړی په متحده ايالاتوکی د ترکارې له ستروراواردونکوڅخه شو، د خپلې کورنۍ او ژوند د ګاندې د خوندی کولو سوچ ورسره پيدا شود بيمې تر ټولو ستر شرکت سره يې اړيکی ونيول، له خبرواترو وروسته دمناسبی بیمې له ټاکنې وروسته یې د شرکت له څښتن سره روغه راغلله ، دناستې په پای کې ورځینی د بيمې کارمن وغوښتل چی خپل بريښناليک ورکړی.
سړی هماغه ځواب ورکړ زه خوبريښنالیک نه لرم ! کارمن ورته په ډيره هېښتيا وویل: برېښنا لیک نه لری او د دومره سترې امپراتوری په رامنځته کولو کې کامیاب شوی یاست. سوچ وکړه که چيری دی برېښنا ليک درلود نن ورځ به چيری وی ؟؟؟ سړی له ډيره سوچ وروسته ورته وويل: په مايکروسافټ کې يو چپړاسی.