د اوبا ما فکر

اوبا ما کله چې کابل کی کوز شو
چې دغه دنګ غرونه یی کله ولید
ویل یی رښتیا دزمرو وطن دی
=====================
داد پیړو پیړو جنګو وطن دی
ددې جنګو مخه موږ کله وینو
رښتیا چې موږ به هم دروس غوندې شو
===========================
روسیان خو ښه و نیم ژوندی خو لاړل
ګمان مې نه شي چې زموږ لښکر ې
ددی وطن څخه ژوندی څوګ لاړشی
==========================
بوشه تکشینه نو مولا دې غرق کړه
ته د تاریخ پاڼو نه نه وی خبر؟
چې دلته هر یو اشغلګر ورک شوی
==========================
کرزی صیب ورته په غوږ کې ووې
دزمرو وطن ته مه درومه ډیر
هسی نه بوش غوندې بوټونه وخورې
=======================
اوبا ما وویل کرزی صیبه
زه ګیله من شوم درنه بې اندازې
ما ته دې بوش غوندې مډال رانه کړ
======================
کرزي صیب ویل عراق ته لاړ شه
چې څو بوټونه وخورې بیرته راشه
تاته به هم مډال دمنډې درکړم
======================
اوباماوویل عراق ته نه ځم
دا عراقیان هم دافغان غوندې دي
هسې نه چیرته مې ژوندی ښخ نه کړي
======================
کرزي صیب ویل چې عراق ته نه ځې!
لاړشه دبوش غوندې کراره کښینه
چېرته وطن کې ملنګي شورو کړه
======================
سیدکریم خوستی