
دوزره کاله پخوا ارسطو ویلي. مینه ملګري ده چې د زیروحو موجوداتو پخپل منځ او پر بې روحو څیزونو باندي ټوکې کېږي. مینه یو پر بل لورینه/ پیرزوینه او ستاینه ده، ریښتنولي، یومخي او وفاداري یې بنسټ او اساس دی.
پخواني بومي امریکایې اوسېدونکو اندیانو بیا ويلي چې مینه د روح خواړه دي. چې مغز پرې خوښ/ وردمه اوهڅاندیږی او د ژوند شېبې په خوند/لذت او مزو پرې تېریږي. او په لغوي لحاظ د محبت/عشق/علاقه اوالفت په مانا ده.
ریښتینې مینه په زړه کی زېږېږي په وینه کې خوځیږي چې بدن په شور/زوږ/اوحرکت راولي، احساسات وپاروي اوحقیقي تصویر یې آنځور کړی ترڅو آرمان او هدف وټاکي. د مین کړه وړه باید د هغه د مینې ترجماني وکړي چې مخاطبین د هغه د مینی په سپېڅلتیا باوري او یقیني شي. او که مینه په خوله کې وزېږیږي په ژبه نقش او په لاړو لمده شي. په لومړیو کې به خلک تیرباسي دلنډې مودې لپاره به آورېدونکي او پېرېدونکي ولري د هغوی زړونه اواحساسات به خپل کړي.خو دا شعاري اوجعلي مینه رنګ/ خوند او آنځور نشی موندای له خبرو سره په هواکې ورکېږي د لاړو په تو کیدو پرځمکه وچیږي همدا شان د وخت په تېریدو دمخاطبینو زړونه مات او احساسات یې مړه کېږي.د مینتوب شوق اوعلاقه به هرڅوک ولري خو د مینې پالل/روزل او په کې وفادارپاتېکېدل دټینګې عقیدې /کلک عزم او د لوړهمت خاوندان کولی شی ځکه چې دمینې هدف ترلاسه کول ایثار او فداکاري غواړي.
په هندي لیلا مجنون فلم کې چې د ورکې لیلا لټون پسې په شګلنه دښته کې مجنون سرګردانه چابک ځغلي یو مسلمان په لمانځه ولاړ وی ترمخ یې تېریږي، لمونځ کونکی له غوڅې سلام ګرځوې ړوند خو نه یې دلمانځه په مخکې تېرشوې ورپسې غږ کوی. مجنون مخ ورآړه وي،ترې پوښتي چاته دې لمونځ کاوه هاغه وایې خپل رب ته مې، مجنون سر ښوره وي او ورله وایې زه چې د خدای د بنده اوخپلې مینې په مینه کې ډوب یم ما ونه لېدلې او ته چې د لوی څښتن حضور ته په عبادت کې ولاړ وی زه دې څنګه ولیدم؟
۴۰ کاله پخوا یو شمیرهېوادوالو د سیاست جامه په تن کړه ځانونه یې د هېواد اوخلکو مخلص عاشقان ونومه ول د مینې ولولې اوجذبې یې تمثیل کړې د ولس دبېوزلۍ اود شاړ هېواد لپاره یې چغه پورته اواوښکې توې کړی هدفونه په ګوته او سندونه یې ولېکل چې افغانان به هوسا اوافغانستان اباده وو.د بري لپاره یې پاڅونونه وکړل،خو په توپک/توپ او ټانګ سره ،چې دا افزار د مینې/هوساینې او آبادۍ قاتلان دی.
وایې مینه ایمان ده اوځای یې زړه ده.زموږ هاغه دخولې عاشفان دي. مینه یې مقصد نه بلکې واسطه ده. ښکاره خبره ده چې واسطه تل د مقصد تابع وی.
هغوې په ملي ارزښتونو/ ابدي ویاړونواوپر پتمن سیرت زړونه نه وه بایللي .د د نیایې ښکلا او جمال لیوني عاشقان او د نوم او نښان هوسیان دي.
هر تن /ډله او ټپله چې دغوره شوی انتخاب د مشروع لاری له لاسته راوړلو نه عاجز شی نفسي حرص یې حیلې او واسطه ته آړ با سي.
پرافغانانو زړه بایلونکوهغوهمدا چل وکړ دجعلي مینې په کولویې دمیلون هاوو شهیدانو /لک هاوو معیبینو د لس هاوو زرو تنو په تري تم کېدو د زرهاووکلیو اوبانډو په کنډواله کولو دعامه المنفعه شتمنیو په ویجاړولو او د دوو نسلونو د زده کړی له نعمت نه د محرو مولو او دملي یووالي د زیانمن کولو په بیه یې ارمان اوهدف ترلاسه کړ.
ریښتیا چې دجعل د بڼ ثمر ژر پخیږی او هم ژر رژیږي.ځکه چې پر سوګندونو او ژمنو یې خپل کړه وړه قضاوت، وخت اوزمان پرې فیصله کوی .
طبیعت هم د حقیقي او مصنوعي څېزنو کره توپیر کوی. که کروندګر د انګور بڼ ته کورنۍ سره ورکړي د بوټو وده او ثمر به یې د لومړي کال نه دوهم کال ته ډېره وی ، دمیوې رنګ اوخوند به ښکلی اوهم به د ډیری مودې دساتنی وړوی.لیکن د مصنوعي سرې په ورکړی به بڼ د یوکال لپاره ډیرحاصل ونیسي خو پخه ول به یې شک کې وی چې حاصل به یې ټول شی اوکه وبه رژیږې، رنګ اوخوند به یې پیکه وی او څښتن به یې راتلونکي کال دثمر نه زړه صبر وي .
هو:مینه دوه اړ خېزه ده ګټه او زیان یې هم دواړو لورو ته وي. دجعلي مینې په ټس کې هېواد د کنډوالې او پولیګون پولې ته ورسېد، ولس میجاوراوملنګ شوو خو مینه وال هم د ابلیس/ فرعون اونمرد لاره ویان ونومول شول.
عقلانې کړنه خو دا وه چې موږ ټولو نورله جعلي مینې چورلټه زړه صبرکړای وه او ویلي مو وه چې د دومره ځاني مالي/معنوي/ کولتوري او اخلاقي بې کچې زیانونه د افغانستان دعمر ترپایه د راتلونکي افغان زیږد لپاره بس دی.او باید مو دانساني مسولیت له مخې په کور دننه او بهر د اقتدار پرحریصانو باندې غږ کړای وه ،پام چی تاسي جعلي مینه ونکړې چې ګټه یې ځاني/لږ او لنډ مهالې ده خو زیان یې ټولنیز/ډیر او د اوږدې مودې ده،غیران به ګټي د اعتبار او ویاړ سربېره سل به بایلې. نه چې نور مو ترې منعې نکړه له بده مرغه چې دا ناکامه او شرمه ونکې مینه لا اوس هم کوو او په سیالۍ یې کوو چې تر چا په کې وروسته نشو.
یوملګری مې وویل :څوکاله دمخه څو تنه هېواد وال سره غونډ شوی وو چې ادبي ټولنه جوړه کړو.کوربه کس چې د مشرۍ لپاره ځان مناسب او وړ کس ګڼلي وه.دغونډۍ د اړتیا اوجوړیدو لپاره یې څوکرښې لیکلې وی.د اورېدو په مهال مینې پرې دومره غلبه وکړه چې ژړا یې اواز جړکړ وینا یې اخر نشواې کړای.د غونډې په پای کې پریکړه وشوه چې ټولنه به رسمي اوهره میاشت به یوه ناسته کوو.راتلونکې میاشت غونډه وشوه بیا تر لس میاشتو هیڅ خبره نه وه. په یولسمه میاشت چې جرګه شوو تر همدې شیبې اروا لاڅه ان چې شیطان هم دا خبره په زړه نه وه راګرځولې چې هغه احساساتي مین وویل تر اوسه مو ټولنه رسمي کړی نده له هغې به تېر شوو پرځاې به جومات جوړ کړو چې ډېر خلک په کې ګډون کوی. بیا کال وروسته چې د جومات پوښتنه مې وکړه هاغه هم د ټولنۍ په شان دجعلي مینې زار شوی وه.
د هیواد دروند اومنلي لیکوال شهرت ننګیا ل وایې انسان د سیاست اواقتدار په معامله کې هغه وخت غولیږي،چې فکر وکړي نور یې غولولي دی. د سیاسي اقتدار پر ۳۲ کلنه لوبه کې که د اقتدار خوماریانو اونشه یانو افغان ولس په معنوي او مادي لحاظ دوکه کړل بهره نیانو بیا دوی له سیاسې او اخلاقي پلوه دوپه او د تاریخ مخ تورن کړل. جعلي مینان په ژبه خورا تیزدي هاغه کسان چې په وطن/ولس اوکولتورپالنه کې صداقت /اخلاص او ایمانداري ښیي دحقایقواو زمان په غوښتنه سپینه وینا کوی دوی یې تند/کم حوصله او احساساتي نوموی.خو که دوی ته ورته د متضادو فکرو/ژبو اوڅیرو څښتن وی بیا نو د لویې اروا /پراخ ټټر او د روغي جوړې سمبول او سیاست پوه یې ګنی.
سیاسي اقتدار ترلاسه کونه د ځینولپاره لوې آرمان ګرځېدلی د بري په خاطر یۍ له ریا /تظاهر او چالاکۍ نه در یغ نکوې.یوڅه موده مخکې په بهر کې د لس دولسو تنو په ګډون په وړه خونه کې د پښتنو د وتلي لیکوال /شاعر اوسیاستوال خداې بښلي اجمل خټک،د کندهارد کولتورد ریس شهیدعبدالمجید بابي اود دانش دخپروندوی دټولنې دمشر د ځوانیمرګ زوی د مړني په یاد غونډه جوړه شوی وه.درې مختلف شخصیتونه د مېاشتو او اونېو په واټن کې په حق رسېدلي وه.خټک صیب پښتنو ته د درناوي اوحق ګټلوپه خاطر ۲۰ کاله جیل تیرکړی په لس هاوو هراړخیزآثار یې په میراث پرې ایښې.ښاغلی بابي هم پښتنې مینې درده ولی، "پښتنه اوښکه" یې د ملي شعور او پښتني احساس بیلګه ده اوهم د سپیڅلي ارمان قرباني شو.همدارنګه اسدالله دانش پښتنو ته په پښتوژبه پدی یوه نیمه لسیزه دومره هرآړ خیزه کتا بونه چاپ کړي چې تیرشوو یوه حکومت هم ندی کړي. دې زړه بایلونکو په یوه ګولې درې نښې ویشتلې .لومړې یې د پاتیا اخستو په نوم د مړو شووکورنې احسان مندې کړې دوهم یې د قامي لوړ احساس په ښوولو پښتنو ته ځان ننداره کړ وروستي اوحقیقي کار خو یې دولت ته د ټولنې کلنې راپور چمتو کول وه. که داسې نه وی نو هریو دی دپاک ضمیر له مخی قضاوت وکړي چې د کوټه ګۍ په دننه کې د لس دولسوتنو په ګډون راغونډیدل د هغوی ارواوو ته سپکاوي نده؟ که تظاهراو دوکه نه وي نو څه ده؟ پدې خوهربا احساسه پښتون پوهیږي چې اجمل خټک په لرو بر کې نه ځایږي هاغه د ټولې سیمې ویاړده.
درې کاله پخوا دبلجیم دسوسیال ګوند یو بډاغړي را له وویل چې افغانان ولي خپل وطن ورانوي/هېواد وال لوټي او وژنی یې؟ دا خو همهغه خلک دي چې زه ۳۵کاله پخوا په سفر ورغلی وم په هوټل کې له زرهاوو ډالروسره بټوه مې هېره شوی وه.یو ورځ ورسته چې ورغلم د هوټل خاوند ټول دالرراوسپارل.دا ځانګړ تیا خو د افغانانودلوړغرور/ پاک وجدان اوله خپل هېواد سره د مینې نښه وه ،ماخو همدامانا ترې واخسته . ما له ځان سره وویل چې هاغه وخت دموږ مینه زمونږ ایمان اوباور وه، د مجنون په شان مینه موحقیقی او مینه مو په وینه کې ګډه وه، خو اوس د هغه لمونځ کونکي په شان زموږ مینه په خوله او لاړو کې ده چې له خبرو سره هواکې ورکیږي او له لاړو سره پرځمکه وچېږي، هاغه وخت مشري او امامت خدمت او عبادت وه لیکن نن باداري او زعامت ده چې د ولس اوهېواد په ګډون یې ځانونه هم خوږمن او زیانمن کړل.
الهي! زموږ پښتنه مینه زموږ ایمان کړې ريښتنوالي/یو مخي اووفاداري یې اساس وګرځوی
۳۱/۱۰/۲۰۱۰ بلجیم
محمد نقيب