
له څوکالو راهیسی د دعوت په ملي خپرونه٬ دعونیټ
او د جرمن افغان انلاین ویب پاڼو کې د ښاغلي بروس ګ. ریچارډسن رښتنې٬ درندې
او څېړنیزی لیکنې چې په پوره غور اوقضاوت د افغان ولس د ناورین په آړه لیکلي او په
هېواد مین لیکوال او ژورنالست رحمت اریا صیب ژباړلي. هروخت چې زه ما
تر سترګو شوي، لوستې
مې
دي.
د هغه لیکنو پر ما دوه اغېزې کړی. لومړی په ځان کې مې پدې کم راولې . چې
د ۳۲ کلنې
جګړي د سوند توکی شوی یم. څو پلا تنور راباندې سور
شوی خو تقدیر تر اوسه ایره کړی نه یم. خوما تر اوسه پورې د پلته ورکونکو او اور
اچونکوڅېرې د ريچاډسن غوندې د شواهدو او اسنادو په راغونډه ولومې تاريخ ته ندی
رسوا کړي. دوهم د مقالو په لوستلو به مې زړه او ماغزه
داسې آرام کېدل لکه په محکمه کې چې د مقتول وارث ته د قاضي لخوا د قاتل د اشد
مجازات خبر اوره ول کیږي.
دټولو پښتنو لپاره د خوښۍ زېری او دنیکمرغې
ځای دی چې دښاغلي ریچارډسن د شل کلن زیار محصول څېړنیز تاريخي اثر(دافغانستان
ریښتیاپلټنه)په کره او روانه خوږه پښتو ژبه عزتمند آریا صیب ژباړلي. کتاب په اعلی
کاغذ او ۶۲۶مخه کې ښکلی چاپ شوی.
ریښتني لیکوال وایي د جګړې لومړنی بلهاری ریښتیا
( حقیقت) وي. په واقعېت کې هم همداسې ده٬ انساني کرامت
اوبشري ارزښتونه د ټولو وګړو یو شان او برابر طبعی حق دی. خو پر ځمکه دانسانانو د
ژوند د هغه پیل نه تر اوسه زورور په خپله برخه قناعت ندی کړی. د بې وسو اوبې کسو
دبرخې خپلولو په خاطر یی هغوی ته سترګی برګی او غاښونه چیچلي دي. چې بیا یو دحق په
دفاع او بل د غبڼ کولو په سر په جګړه کې
ښکېل شوی. دلته ده چې تېریکونکی د زور او امکاناتو په لرلو حقیقت په تور٬ بوتان
او دروغو مسخه کوی. تېري ته په ټګۍ او مکارۍ د ریښتنوالۍ بڼه او رنګ ورکوي. په
درده ونکې لهجه او اریانونکې څېره یی ترهغه وایی چې په خلکو یی ومني.
د ۱۳۵۷سم کال راهیسی چې د
سیمې او نړۍ د زبر ځواکو لخوا په افغانستان کې د جګړې اور بل شوی. یوه ښکېلاکګر
پښتانه د اشراراو بل د ترهګر اوفطرتي جګړه مار په نومو تورن او د بوتان سورنی پوو
کړی.
انساني کرامت ته په ريښتینې مانا ژمن ریچارډ
سن همدې دروغو پکوکړی.د ماتریالستي کلچر خلاف د زورو پر ځای د کمزورو خوا یی نیولې
د ریښتیا پلټني او موندني په خاطر د۱۳۶۶تم کال راپدېخوا د
روسانو د اشغال او دهغوی د وتلو وروسته څو پلا افغانستان ته سفرونه کړی. د جګړو٬ وژنو او
ورانیو حالات یی د سر په سترګو لیدلي. د مقاومت د ریښتینو او افسانوي قومندانانو
جاج یی اخستی د هغوی دشهرت وجه او عامل یی په ګوته کړي٬ د وینا
او د عمل د واټن اندازه یی ښوولې٬ دینې عقایدو او د
هېواد خپلواکۍ ته یی د وفا او جفا سپیناوی کړي، د اجنبیو له
استخباراتو سره یی د هغوی د ارتباط او اړیکو لیکې کشف کړي. د مدرک او اسنادو موندو
لپاره د روسې٬ سپينې روسې او اکراین ارشیفونه پلټلي. دشوروي پوځې
بلوندویان او د ک جې بې مشرانو چې افغانستان کې دندي ترسره کړي٬ هغوی
پسې یی پل اخستي د حقایقو ځولۍ یی تري ډکه کړې.
ملي خاینانو له روسي مشرانو سره د ګډو عکسو اخستو او هغوی ته د دوه اړخیزو همکاریو
د لیک استولو کاپي هم شته چې د غدارۍ شاهدي پرې وایی.
هغه دې پوښتنو ته ځواب موندلی. چې پخواني د
امن کور(افغانستان) ته یی ولي اور ورته کړ؟ دا اور څنګه او د چا په لوبېدو یی
پراختیا٬ چټکتیا او دوام وموند؟دپردیو جنایتکارانو او د
کورنیوغدارانو موخې پدې کې څه وی؟
د کتاب په ورستۍ برخه کې لیکوال د کلنټن
او د بوش د حکومتونو لوړپوړو چارواکو او د سنا غړو ته پرانستو لیکونوکې کاږلي (نیوکې
ستونزې لا پرېړه وي دهغه پرځای مرستې وکړي. له پښتنو سره د ترهګرۍ نوم غوټه کول هېڅ
وجوهات نلري. که له خپل حق نه دفاع ترهګري وي٬ نو دنړۍ
هر وګړي به ترهګر وي؟ له پښتنوسره جوړجاړی په منځني اسیا کي د امریکا د سترا
تېژیکوګټو غوښتنه ده).
د ۲۰۰۸تم کال داګست او
سپتمبر په مېاشتو کې امریکایی پوځیانو د شینډنډ او برګيمټال ولسوالیو اوسېدونکي او
دهسکې مېنې په کلي کې د واده وراه بمباري کړه د سپین ږیرو سپین سرو ماشومانو د شاه
او ناوی په ګډون په سلهاوو تنه مړه او ټپیان شول. زه د واحد دین
او د پښتني وینې شریکوالي سخت ودرده ولم. کرزي او د ملګرو ملتو منشي ته مي
دپرانستو لیکونو په استولو احساسات ساړه او روحي فشار راټیټ کړ. زه پدې باور یم
دافغانانو زوره ونې او ټولوژنې حالت به د ښاغلي ریچارډسن زړه لړزولي او ماغزه په
ټکان کړي وي. او همدې به پرانستو لیکونو ته اړوېستي چې دخپل د هېواد دباصلاحیته
کسانو پام ورواړه وي. زه د هغه دې پاک احساس٬ سپېحلي
ضمیر٬ بې پرې
قضاوت او د۲۰کلنۍ بې مذده زیار ته یی د درناوي سر ټیټه وم.
او د ده د احسان ځان پوروړې ګڼم
.
په پای کې لیکوال ته دنیکمرغه اوږد ژوند او
هېواد والو ته د کتاب د اخستو او لوستو غوښتونه کوم .
په درناوی محمد
نقيب بلجیم ۰۳٬۰۳٬۲۰۱۱