بې پوهې سياست د ملت سر او مال خوري

سياست کوم مشخص، ثابت، استوار، مظبوط او پوهنيز  صنف ندی بلکی د فن او چارو  پراخ  ډګر دی.  چې د زمان، مکان، حالاتو، امکاناتو او د عينی شرايطو له  غوښتنو سره  تعين او تغير کيږي. سياسي ستراتيژي تل د ګټو او منفعت  پر بنسټ  جوړ او د ګټو تربريد پوری تعقيبږي. په ټوله کې ځانګړی هدف يې ولس ته د هوسا، څوکاله  ژوند برابرول، د پوهۍ او هنر په کمال  پوښل او د پياوړي، غښتلي او اغيزمن هېوادجوړول  وي.    په ټوله نړۍ کې سیاسي فن کاران د مسلکي پوهنې نه  وروسته بیا سیاسي فن ته مخه کوي.لېکن موږ افغانان یی سرچپه هاغه کوو.ړومبي سیاستوال کېږو  وروسته بیا پوهنه زده کوو. د ادعا د ثبوت لپاره به د اوسني دپارلمان رئیس،د کورنیو چارو وزیر،د تېر پارلمان رئیس،د ولمشر لومړی مرستیال په یادونه بسنه وکړو.دوی له سیاست والېدو او مقام کېدو نه وروسته د پوهې شوقیان شول .او د شپې پوهنځیو لوستو ته یی لاره وکړه . نړۍ والو ته به عجائیب وي .چې په اوسني عصر کې داسی کسان شته چې د  ورځې د ملت لارښوونکي او د شپې یی زده کونکې وي .د حکومت په دننه کې په لس هاوو وزيران ، مهینان،رئیسان،والیان،سفیران او د پارلمان غړي شته. چې ځینو یی تر شپږمه او ځینو یی تر دولسمه ښوونځۍ لوستې خو ګونډه سیاستوال دي؟ نن په ټولنه کې دا کاذب  سیاست عروف ګرځېدلي  .          د اصولو له مخې سیاستوال د یوې ایډیالوژي په رڼا کې په سیاسي ګوند کې سره راغونډيږي. بیا د ګوند غړي په خپل هېواد کې د سمی ټولنۍ جوړولو په لټه کې وي او همدا ایډیالوژي دیوه ګوند د مشرانو او ملاتړ کونکو تر مینځ د یو کونکي ځواک په توګه کار کوي. که سیاسي ایډیالوژي د ګوند د لارښودي ځواک په توګه ونه برېښي.نو بیا د سترو ګواښو او خطرو سبب کېږي.هغه داچې ګوندي مشران بیا د خپلو شخصي ګټو او د قدرت د ترلاسه کولو په موخه یو دبل غلیمان ګرځي.                                                                                                                                                  د کېڼ او ښي اړخو سیاستوالو ۳۳کلنې کړو وړ اثبات کړه چې یوه یی هم په واحدې سیاسي ایډیالوژي سره راغونډ شوي نه وه او نه ملي سیاسي موخو ته ريښتني وفادار وه.نوځکه یی ایډیالوژي سمه لار ښوونه ونشوای کړای. هاغه چې د کمونیزم په غار کې ننوتي وه.لومړی یی په خپلو منځو کې سره وه خوړل ور وسته بیا د اخوانیزم له کنډو سرونه بوڅکی شول( نبي عظمي،اصف دلاور٫همایون پوځي ٫ نورالحق علو مي ،ګلاب زوی ،دوستم،وکیل،فرید مذدک ،بریالي په سلګونه نور کیڼ اړخي دښي اړخو په وړاندې د ۱۴کلنې تودې جګړې په کولو سره حکومتي او دولتي چارواکي شول. ړومبي ۶کسان د خورد ضبطې او ځوان افسرۍ له رتبونه دګرجنرالۍ او ستر جنرالۍ رتبوته ورسېدل او وروستي دوه کسان د ماموریت نه وزیران شول.سیاسي ایډیالوژي ته تر هغه عقیده من وه ترڅو یی چې ګټې او مقام په خطر کې نه وه.)                                                                                                                           او کوم چې د اخوانیزم په سوړو کې پټ وه د  کمونيزم ،کپیټالیزم او هندوئزم له څمڅو راووتل (.رباني، مسعود،فهیم عبدالله،سیاف،اسمعیل، محقق،خلیلي .....چې د کیڼ اړخو په وړاندې ځانونه د ۱۴کلنې جګړې مشران او قوماندانان نوموي.هاغه شېبه چې د غلیمانو لخوا د سیاسي قدرت دسپارلو ژمنه ورته وشوه داسې یی سره وروري شوه لکه چې تر مینځ یی ورک شه هم نه وي ویل شوي٫ د ایډیالوژي توپیر او ۱۴ کلنه مرګ ژوبله خو پرځای پرېږده. برعکس بیا  د خپل هم لارو په وړاندې داسې وجنګېدل او لا تر اوسه په جګړه بوخت دي لکه چې  هغوی کمونستان شوي وي.)                                                                                         د ښې او کېڼ اړخو په واکمنیو کې د لوړو زدکړو د وزارت  دا شرط  وه او ده. چې یوازې د واکمنې سیاسي ایډیالوژي کسانو ته په کور دننه یا بهر کې د زدکړو چانس ورکول کېږي، د دوی په اند سیاست تر پوهې ړومبی ده. یانې لومړي سیاستوال شه بیا پوهنه زده کړه. په حکومت کې دنده  اخیسل خو په سیاسۍ تړاو پورۍ تړه لې اصل دي.                                                                                                 پوهه ده چې پالیسي جوړه وي او استرا تېژي ټاکي. زموږ سیاستوال چې له پوهۍ مرور دي، د پوځیانو غوندې تکتیکي صنعت کوي. خو دوی د دوه  میلونو انسانانو په وژلو او دهېواد په وېجاړه ولو سربېره بیاهم پوه نه شول چې  تکتیک د زمان او مکان په حکم د لنډ او تنګ وخت لپاره ترسره کېږي او کله کله بریالی وي.                                                                                                                      تکتیک په وسایلو او افزارو کېږي. نه په مسایلو(قوم،سیمه،دین،ژبه ،هېواد پلورنې ولس وژني.) زموږ سیاستوال له خپل ولس سره تکتیکي صنعت کوي.په لومړیو کې چا ځان  د انسان پال  په جامه کې سترو اخفا کړیوه او چا د اسلام پال.د رسوا کېدو  وروسته یی بیا د ژبې،قوم او عقیدې مسایلو ته تقروب وکړ. چې له وجی یی جګړه له غرو او دښتو٫نه کليو او کورونوته دننه کړه .دښکېلو جګړه مارو پر ځای د عوامو د مړو څلي او د معیوبو لښکرۍ جوړې شوی.کلي او بانډې له نقشی نه وه اېستل شوه.             پاتې دې نه وي چې بهرنيانو بیا له دوي نه تکتیکي کار اخست  اولا یی ترې اخلي. د وخت شوروي اتحاد د انترناسیونا لستي شعارپه بنیاد کېڼ اړخي پدې ژمنه دوکه کړل چې هېواد مو صنعتي او مدرنیزه کوو.خو په آر کې یی هدف د بالکان او منځنۍ اسیا د هېوادو په شان د افغانستان اشغال  اوبیا لدې لارې هند ته ننوتل وه.همدارنګه پا کستان ،ایران، او غربي نړۍ له مجاهدینو پوځي او مالي ملاتړ د اسلامي او انساني خواخوږۍ له مخي نده کړي.بلکې د سرو لښکرو د یرغل د مخنوي او ودرېدو لپاره وه.ایران او پاکستان دخپلواکۍ د ساتلو او غربیانو په سیمه کې د خپلو ګټو نه  د دفاع جګړه په افغانستان کې  کوله.     د شوروي اتحاد دړنګېدو نه  وروسته  د امریکې سوداګرو او سیاستوالو راتلونکې ستراتیژي د منځۍ اسیا د طبیعي زېرموپه ولکه کول جوړه کړی وه.دوي وه ننګېرله چې  بری  په سیمه کېله پوځي شتون سره تړلي دی.                                                                                                                          د ۲۰۰۱وم کال دیولسم د سپتمبر پېښې  امريکایی سیاستوالو ته دافغانستان د اشغال پلمه  په لاس ورکړه . افغانی له کاره لوېدلو استعمال شوو سیاستوالو وخت غنیمت وګڼه د پخوا په شان بیا د غربیانو تکتېکي افزار وګرځېدل .د امریکا د هوایی قواوو په ملاتړ یی د ترهګرۍ په نامه جګړه پیل کړه. په هېواد کې څنډې ته  شوی نیم غړاندی اور یی ژوندۍ،خور او پراخه کړ . د غربیانو په ادعا چې د طالبانو حکومت د ترهګرو ملاتړ کونکي وه .په لومړې میاشت کې ړنګ شو. .دالقایدې اډې دړې وړې شوي،اسامه له افغانستان نه وشړل شو.لېکن  نه چې جګړه کمه اوسسته شوه بلکې ترپخوا ډېره او تنده شوي.د ورځې لس،شل ملکي کسان د سپین ږيرو،سپين سرو اوماشومانو په ګډون د هوایی بمباریو نښه ګرځي .                   بهره نیان وژل شوي کسان لومړی ترهګر نوموی.کله چې رسنې یی انځورونه خپاره کړي. نو امریکا یی جنرالان په عقل شرمونکي ټکو تور لګوي .چې پلارونو خپل ماشومان زموږ د نوم بدۍ په خاطر پخپله وژلي. کرزی اوټلواله چې د متضادو ايډیالوژیو لرونکي خاوندان ،دشخصي ګټو او قدرت مینان دي.د ولس د قتل عام په سر یوازې له بهرنیان دبمباریو د نه کېدو غوښتنې تکراره وي.نه چې د یو خپلواک واکمن په صفت سره کرښه ورته وباسي چې نوره افغان ربړونه او وژنه بس کړي.                                                                                                                                            ۳۳کلنې سیاسي کړنې یقیني کړي چې د هېواد ورانه ونه اوملت وژنه که څوک غواړې اوکه نه غواړې ترهغه به روانه وي چې سیاست تر پوهۍ محترم او ړومبي ګڼو،د پرګنو پرځای په پردیو ډاډ اوتکیه کوو ٫ځان پالنه او ځان غوښتنه په مطلق ډول په ځان کې ونه  وژنو، دسیاسي استراتېژي او تکتیکي صنعت توپېر ونکړو.                                                                                                                                                پدې هېله چې اول  پوهه زده کړو،خپل روح اوضمیر پاک کړو او بیا سیاستوال شو.                                                                                               په درناوي         محمد نقيب         ۲۰۱۱-۳-۲۸                                      بلجیم