د پکتیا نجونو ته، دودونه د پرمختګ خنډونه دي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، تلې۱۷مه) د پکتيا ولایت ځینې مدني فعالو نجونو ویلي، چې په دغه ولایت کې ځيني منل شوي سخت رواجونه او دودونه د دوی د پرمختګ مخه ډپ کړې ده.
دغو نجونو اندېښنه څرګنده کړې، چې د پکتیا ولايت د نجونو د پرمختګ په وړاندې ځینې دودونه خنډ شوي؛ وایي، که چېرته د دوی د ژوند د ښه والي لپاره پاملرنه ونه شي، راتلونکی به يې له نورو زياتو ستونزو ډک وي.
په ښکاره دغه مدني فعالې او د ښوونځيو زده کونکې خپل راتلونکي ته اندېښمن دي.
دې نجونو زیاته کړې، چې په سختو شرايطو کې ښوونځيو ته ځي او هڅه کوي چې د راتلونکي کانکور له لارې لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړي، خو په پکتيا کې شته رواجونو او دودونو د دوی د زده کړې مخه هم نيولې ده.
بل خوا دوی د سمو امکاناتو له نشتون څخه سر ټکوي، وایي چې په پکتیا د کانکور د اماده‎ګۍ، د کمپيوټر او انګليسي کورسونه نه شته چې په دې اساس خپل راتلونکی ورته ستونزمن ښکاري.