
په قطر کې ( نومبر۲۹ـ ډیسمبر ۲ /۲۰۱۶) له طالبانو سره د نظر محمد مطمین (لیکوال)ډاکټر فیض محمد ځلاند، دکتور عبدالطیف نظري،اسد وحیدي، شاپور بختیار اومیرویس ستانکزي د لیدنې په اړه لیکل شوی کتاب دی.
له طالب مشرانو سره په دې شپږ ورځنې لېدنه کې د هېواد د سولې، امنیتي حالت، د پوهنې، عامو او ټولګټو چارو سربېره په ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې شوي دي؛ او د لیکوال د ادعا له مخې د وینا والو ټول نظریات په دې کتاب کې را نقل شوي دي.
زما په نظر په دې کتاب کې ډېرې جالبې، هېښوونکي، غلوونکي، له حقیقت څخه لیرې او له درواغو ډکې ویناوې هم شوي دي!
د طالبانو لخوا د ښوونځیو د سوځونې د زدکوونکو او محصلینو د وژنې په اړه د دوې غولوونکي ویناو سخته شکمنه کړم، کوربه طالب مشر وايي : د ټاپي پروژې په ګډون د ټولو لویو ټولګټو پروژو خوندیتوب کوي، ښوونځي نه سوځو، محصلین نه وژنو؛ خو ادعا کوي چې ټولو سوځل شويو مکتبونو کې نظامي اډې او وژل شوي زده کوونکي یا هم محصلین ددولت د جاسوسۍ په تور وژل شوي دي.
غوښتل مې د دوی د هرې وینا په وړاندې له خپلو یاداښتونو او د رېپټونو بېلګې هم شریکې کړم؛څو د دوی د کړنو او وینا تر منځ واټن جوت شي، خو په دې ترتیب به مې له دې سکالو کتاب جوړ شي، په دې پوهیږم چې قرباني ولس په هیواد کې د روانو حالاتو درک او پوهه لري.
د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر غړی قاري دین محمد حنیف د ناستې ګډون والو ته وايي: طالب ته په ګرده نړۍ کې د ژوند کولو حق نه ورکول کیږي.
ستاسې د نظام له ړنګېدو وروسته کومو طالبانو چې له افغان وژنې لاس اخیستې ډېرې عادي ژوند کوي، ډېر شنونکي او چارواکي دي او ډېر نور په بهرنیو هیوادونو کې مېشته دي.
تاسې هم په قطر کې له ډېرو امکاناتو او اسانتیاو سره سیاسي دفتر او فعالیت لرې.
د کندز له سقوط وروسته تاسې عامې ادارې په بل مخ کړې، ښوونځي مو وسوځول او د وحشت د خپراوي لپاره مو ډېر وګړي ووژل، په کندز کې د روانې جګړې او امنیتي حالت د خراب والي په اړه ما د دې ولایت له ډېرو اوسېدونکو سره په مستقیم ډول خبرې کړي دي.
په دې ولایت کې د خلکو حالت او عامه ذهنیت د هغو ویناو خلاف دی کوم چې په دې ناستو کې د طالب مشر عباس ستانکزي لخوا شوي دي.
هیڅ عام وګړی تاسې سره په خپله خوښه نه یو ځای کیږي،د کندز ولسونه نه تاسې مني، او نه هم ستاسې حاکمیت غواړي نه تاسې ته خوښ دي او نه به خوښ و اوسې، یوازې د ځان ژغورنې لپاره چوپه خوله پاتې کیږي.
کندزیان هيڅ کله د افغانانو قاتلینو ته ګلان نه ور اچوي، نه هم ورته په خپله خوښه او رضا اوبه او ډوډی ورکوي!
طالب مشران ګډون والو ته ډاډ ورکوي چې دوی په زور د واک د تر لاسه کولو خلاف دي، خو دې ته يې پام ندی چې دحکومت خلاف روانه جګړه چا توده ساتلې، څوک د پردۍ جګړې لپاره د افغانانو بچیان قرباني کوي.
یا هم که دا خبره مو سمه وي نو دسولې لپاره مو د لیوالتیا کچه څومره ده؟ او که دخلکوپه سترګو خاورې نه شیندې نو راشئ وسلې کیږدئ په ارامه فضا کې د ټاکنو له لارې په خلکو واکمن شئ.
له یوې خوا دوی خپلې تېرې تیروتنې مني؛ خو له بل پلوه د څرګندونو ډېره برخه یې په تېرو پېښو څرخي، د مجاهدینو د تېروتنو او جګړو یادونه د واک پر سر د دوی ستونزې، د ښاغلي سیاف او برهان الدین رباني تېروتنې له مجاهدینو او اوسني حکومت سره د دوی د واکمنۍ پرتله کول، آن دظاهر شاه له سوکاله پاچاهۍ سره د خپلې واکمنۍ مقایسه کول راته ډېر هېښوونکي او جالبه دي.
زما په اند په ځينو مسایلو د طالب مشرانو اقرار کول په امنیتي او استخباراتي برخو کې له افغان حکومت سره مرسته کولای شي.
دوی په مهمو زندانونو کې د خپلو کسانو د شتون یادونه کوي، ځينو مهمو ادارو کې د دوی د کسانو شتون ، په چارواکو او امنیتي ادارو کې د طالبانو نفوذ او تر دی چې د افغاني پاسپورتونو د لرلو یادونه کوي او وايي چې په بېلابېلو برخو کې دوی ته د چارواکو او حکومتي کسانو لخوا زمینې برابریږي.
درسنیو رول وسله والو طالبانو ته خورا خطرناکه بریښې او دلیل يې دا یادوی چې د پردیو اهدافو لپاره ترې استفاده کیږي خو عام ولس بیا دا خطر د وسله والو له بریدونو او وژنو سل چنده غوره بولي ،په دې ناسته کې کله چې طالب مشران د طلوع تلویزون د افغان ستوري پروګرام یادونه کوي او افغان ولس، فرهنګ او ځوانانو لپاره یې د تاوان په اړه خبرې کوي؛ نو هر لوستونکی به دا څرګندونې پرته له مکر او فریب څخه بل څه ونه ګڼي.
بیا ـ بیا د بهرنیو ځواکونو د وتلو یادونه کیږي او ویل کیږي چې که ولسمشر غني له امریکې سره تړون نه وای لاسلیک کړی نو دوی به سولې ته زړه ښه کړې وو.
تاسې وایې: چې د پاکستان غلامان نه یې ، او کله چې تاسې ته د پردو مزدوران ویل کیږي نو تاسې په غوسه کیږې او وژنو ته زور ورکوې، او بیا وايې جګړه ستاسې مجبوري ده: بالکل د پاکستان لخوا مجبوري ده په دې ټول پوهیږي!
کله چې ځان او د کابل اداره مسلمانه ګڼې نو ولې حکومتي مامورین وژنې، آيا د مسلمان وژنه روا ده ؟
دوی د بې وزلو پولیسو په وژنه سره له دې چې پوهیږي ډیرې ځوانان د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله د پولیسو لیکو ته مخه کوي ډېر خواشیني کیږي ؛ځکه دوی دوزخ ته ځي!
د هیواد او ناموس ساتونکي شهیدان دي؛خود قاتلینو پریکړه به الله کوي!
دا طالب مشران د دوی په بریدونو کې د لسګونو بې ګناه وګړو وژنه ځکه پر ځای ګڼي؛ترڅو د دوی حیثیت او غرور ته صدمه ونه رسیږي.
دوی وايي: کله چې چارواکي وايي مونږ کمزوري شوي یو، د جګړې توان نلرو، اقتصادي مشکلات لرو او خپل منځي مشکلات لرو نو د دوی د ادعا د غلط ثبوت لپاره وژنې او چاودنه کوو.!!! آیا جګړې د شخصي غرور او حیثیت د ساتنې که د ارزښتونو د ساتنې لپاره کیږي؟
د طالب مشرانو لخوا پخوانی ولسمشر حامد کرزی، سیاف، عبدالله عبدالله ، دوستم، محقق،عطا محمد نور، سید ااسحاق ګیلاني او سید حامد ګیلاني په دې تورن دي چې سوله نه غواړي اوکله چې هم د سولې لومړنېو خبرو لپاره زمینه او مقابل لوري تمایل ښودلې دی دوی یې په وړاندې د ناسم غبرګون ښودلو سره لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.
په دې ترڅ کې د پخواني ولسمشر لخوا په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر د تړلو غوښتنه، د دوی د بیرغ نه منلو، د سیاف له خوا په رسنیو کې د طالبانو په وړاندې د غوسه پارونکو ویناو او د شمالي ټلوالې د ځينو کړنو یادونه شوی دی.
کله چې مې په دې هکله د طالب مشرشیخ دلاورڅرګندونې لوستلې نو باور مې په دې وکړ چې دغو جریانونو تر ډېره د سولې د خبرو اترو لړۍ سره تړاو درلود.
طالب مشران له ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، چین، فرانسې او ناروی سره د خپلو ناستو او اړیکو یادونه او پخلی هم کوي.
افغان حکومت د سولې مذاکرو په برخه کې له دې ادرسونه همکاري غوښتلای شي.
د لیکوال د لید خلاف فکر کوم طالب مشرانو په دې ناستو کې ډیپلوماسي کړې او له سیاست څخه یې کار اخیستې؛ ځکه د دوی د وینا او عمل تر منځ ډېر زیات توپیر شتون لري.
لیکوال ( نظر محمد مطمین) په دې کتاب کې د طالبانو د واکمنۍ ډېره ستاینه او ښه یادونه کړې، داسې انځور یې وړاندې کړې چې زمونږ د سترګو لیدلي حال سره په پوره توګه ټکر کې دی.
د طالبانو پنځه کلنې دورې په اړه یې دومره زیاتونې کړي دي چې ګومان به وکړې د خلفای راشیدن د حاکمیت کیسې لولې.
طالب مشران په خپلو خبرو کې د طالبانو په اړه د عامه ذهنیت د جوړونې موضوع ډېره ذکر کړې ده، او زه فکر کوم چې د خپلې ګټې لپاره د عامه ذهنیت د بدلولو، د حکومت په اړه د ولس را پارول، او منفي تبلیغات به د دوی له لویو لومړنیو پلانونو څخه وي.
په دې ناستو کې د طالب مشرانو ډیرې څرګندونې کیدای شي د ډېرو لوستونکو لپاره د منلو وړ نه وي.
په دې کتاب کې داسې ټکو ته اشاره شوې چې منل يې بالغ او عاقل افغان ته کفر ښکاري ځکه ښاغلی مطمین په خپل شپږ ورځې سفر کې تر ټولو ډیره ډنډوره او نغاره خپلې ډلې ته کړې.
لیکوال چې د وسله والو طالبانو د مشر ملامحمد عمر ویاند پاتې شوی په یو شکل د اشکالو خپله وفاداري څرګنده کړې او د افغان حکومت په ټولو لاسته راوړنو او پرمختګونو یې سترګې پټې کړي او خپله توره دوره ورته د ملت دبابا او پخواني پاچا محمد ظاهر شاه تر دورې هم خورا طلایي ښکاري.