احمد ياسين قادري د نړۍ له ۴۰ هېوادونو د اندامو ښکلا د۴۰۰ لوبغاړو له منځه، اتلوالي خپله کړه

روهي (دوه نۍ/۱۶ د تلې)، د بدن د ښکلا سيالۍ چې په منګوليا هېواد کې د يوې اونۍ لپاره ترسره شوې، د نړۍ له ۴۰ هېوادونو څخه کابو ۴۰۰ د اندامو د ښکلا لوبغاړو پکې برخه اخېستي وه. په يادو سياليو کې په بهرنيو لوبغاړو سربېره د منګوليا هېواد، ۶۴ د اندامو د ښکلا لوبغاړو هم ګډون کړی وو، چې د ټولو له منځ څخه افغان لوبغاړي احمد ياسين سالک قادري لومړی مقام، اتلوالي او د سروزرو مډال لاس ته راوړل.
ښاغلي سالک قادري ورسته له لسو غوره لوبغاړو سره سيالۍ ته ووت، چې د ۹۰ کيلو ګرامه وزن په پورته کولو سره يې (د نړۍ د عضلاتو ښاغلی) نوم هم تر لاسه کړ.
ښاغلي سالک قادري د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸ زېږديز کال د (د عضلاتو ښاغلي) نوم خپل کړی وو.
د هېواد المپيک کمېټې دغه او له دې وړاندې د رزمي سپورټ په برخه کې په لاس ته راوړنو خوښي ښوودلي او د هېواد لپاره يې بريا ګڼلي.