کور د پښتنو چې بيا په نوم د پښتونخواشو
دا د ژوندښه زيری هر پښـتون ته د دنـيا شـو
هــــره سيمه نـن د هغه قوم په نــوم ياديـږي
ځکه پښتنوسيمه په نـــوم د پښتونخواشـو
دا د هر پښتون اوهــرافـــغان د زړه آرمـــان وو
نوم د استعمارصوبه سرحدچې پښتونخوا شو
دا بختــور نـــوم دی پښــــتنو تـــه مـبارک وي
نوم د احمد شاه بابا ژوندی په پښتونخوا شو
کور د پښتنو ته سوله راوړۍ لويــه خدا يه
لرو بر پښتون نن په جنـــګونو کی تالا شـو
حفيظ الله خالد
ويانا
وروستي