د اکتوبر ۸مه د لونګۍ نړیواله ورځ

لونګۍ له افغاني دودنو او رواجونو څخه ده، چې ویل شوي له اسلام مبارک دین څخه وړاندې د اریانا او خراسان د خلکو د دغه ارزښت ویاړ درلود.
تاریخ لیکلي، چې له ډير پخوا راهیسي افغانانو دغه دود لرلی او تر ننه یې احترام ساتي.
دا کومه سخته خبره نه ده، بلکې دا دود یوازې د لونګۍ په سر اېښودل دي. هغوی چې لونګی په سر کوي، ویاړ یې ګڼي، ترڅو دوی خپلو ارزښتونو ته درناوی ولري.
بل خوا د اسلام په مبارک دین کې هم د حضرت محمد(ص) له مسوونو سنتونو څخه هم ده. نږدې ټولو پیغمرانو لونګۍ او پاچ په سر کړی وو، له همدې کبله په تاریخي واقیعو کې راځي، چې کله د اسلام مبارک دین را په دیخوا سیمو ته یا په اصطلاح اریانا (اوسني افغانستان) ته ظهور را وکړ، نو ویل شوي چې یادې سیمې له وړاندې د دغه دین تابیعت کوونکي وو ځکه ټول هغه اسلوب چې د اسلام مقدس دین اېجابول هغه د افاغنو له وړاندې عادات او دودونه ګرځېدلي وو.
د اکتوبر ۸مه اوس د لونګۍ نړیواله ورځ یادیږي، چې په تیرو کلنو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې نمانځل شوې؛ د هغې له جملې څخه د افغان ځوانانو پیاوړتیا شورا یادولی شو، چې په ښکاره توګه یې په کابل کې په ۱۳۹۴هـ ش کال کې په لومړي ځل سره دغه ورځ په شانداره مراسمو ونمانځله.
د ټولنیزو رسنیو له مخې، سږ کال هم دغې ورځ نمانځلو ته تابیه نیولې شوې ده. تمه ده، دغه ورځ په دې کال کې هم په شاندارو مراسمو ونمانځل شي.