د زړه محفـل کې مـې ستا مينه په نڅــا ښـــکاري
ځکـــه ويجــاړه راته دا ښکلــــــې دنيــا ښـــــکاري
ستــم جفــا دې د زړه کــور راته پخـــوا وران کړى
که راته خــاندې ما ته هــم ظلـــم، تعدا ښــــکاري
هر دم مې هيلې ارزوګانې د زړه کــور کې ګـــــرځـي
په هرې هيلې کې قسم دى چې نوم ســتا ښــــکاري
که د حسرت اوښکې په مخ مې بارانونه جوړ کړي
ماتـــه د يار پـــه درد او غــــم کــــې لا دوا ښــــکاري
د زړه قطـــرې مې سـتا د ميـــنې ناکردو ته ورکــړې
زخمـي زخمـي زړه ته مـې دا ميـــنه شــفا ښـــــکاري
د پښـــتني مينـــې د ننــګ او پت ساتو په خاطـــر
د پلــوشــــې ميـــنه کــــې يو جهــــان حيا ښــــکاري.
وروستي