د سعودي عرب لنډ او حيرانونکى تاريخ

 تر کال 1922 پورې سعودي عرب (حجاز مقدس) د ترکې تر واکمنۍ (خلافت عثمانيه ) لاندې وو، چي ورسته برېتانوي انګرېزانو ته د عربو او ترکيانو دغه لوى هيواد (خلافت عثمانيه) د منلو وړ نه وو. همدا يې لامل وو چې، يهودي فوځي جنرال لارنس يې دې ته وتاکلو ترڅو عربي نسل خلک د ترکيانو دعثمانيه خلافت په وړاندې دې ته وهڅوې چې ګواکې تاسو عرب تر ټولو لوړ ذات خلک او ټول پېغمبران په تاسو کې راغلې وو، نو بيا څنګه ترکيان، غيرعرب او يا عجم پر تاسو پاچاهي کوي؟ خو لارنس دغه کار په نيمه کې پرېښود ځکه دلته د امان الله خان په ضد د لارنس اړتيا پېښه شوه. هغه وو چې لارنس د امان الله خان پر وړاندې د کفر د ټاپو لومړۍ ناسته د مولانا فضل الرحمن د نيکه په کور دېره اسماعيل خان (پنياله منځنۍ پښتونخوا) کې وکړه، چې پښتانه ملايان يې د امان الله پر وړاندې وهڅول (ټوله ورته کيسه يې تاسو په بغدادي پير ناول) کې لوستى شئ.
د لارنس څخه ورسته برېتانوي انګرېزانو په عربو کې خپل دويم جاسوس (هوم فرې) وټاکلو چې، هغه د عربو د قبيلې لوى سردار شيخ السعود د ځان سره د برېتانې د دولت جاسوس کړو او سعود په عربيانو غږ وکړو چې د ترکيانو پر وړاندې جهاد وکړئ. او خپله شيخ سعود د مکې، مدينې او طائف ټول خلک ووژل. ان تردې چې سعود د اسلام څو سوه کاله د مخه د (حجاز مقدس) نوم يې په خپل نامه يعنې السعوديه واړولو همدغسې يې ټول مقدس مقامات ورسره (جنت البقي، جنت الموالله ) او د صحابونو مزارونو بلډوزر کړل او د حرم ټولې دروازې يې د سعود په نامه کړې، د امريکې او برېتانيې په مرسته او کومک يې د ځان په نامه سعودي عربستان اعلان کړو.
نن ځکه سعودي عربستان د امريکې او برتانيې چاپلوسي کوي چې، د هغوی پرې ډېر غټ احسان يا پور دى، تر دې چې سعودى عرب په اسرائيلو کې پټه خپله سفارتخانه لرې خو دا نورو مسلمانانو ته وايې چې اسريل زمونږ دټولو ستر دښمن دى او د خپلو ملي ګټو ساتلو لپاره د اسلام د مقدساتو يعنې کعبې، مکې او مدينې په نامه په ساده مسلمانانو ځان ژغوري او د پردې شاته په امپريالېزم مني. د سعودي له جوړښت بيا تر اوسه ياد هېواد د پښتنو او افغانانو له دښمنۍ لاس نه اخلې چې دخپلو ملي ګټو ساتلو لپاره اوس هم د سني د شيعه پر وړاندې لمسوي.