د تلې ۱۳مه د ښوونکي نړیواله ورځ

دا ورځ د هغه چا پر ویاړ نومول شوې، چا چې شاهان روزلي دي.
 دا ورځ د ښوونکي/ معلم نړیواله ورځ ده. په دغه ورځ د نړۍ په ډيرو هېوادونو او سیمو کې د ښوونکي په احترام او یادون لپاره، غونډې جوړیږي، چې لا په اکثرو ځایونو کې زده کوونکي او نور خلک د معلمانو په احترام خپلو ښوونکو ته یوشمیر ډالۍ هم ور وړي.
له نیکه مرغه اوس د افغانستان په مختلفو سیمو او ښوونځیو کې دغه ورځ په خوښي نمانځل کېږي.
خو بل خوا په افغانستان کې د ښوونکو پر وړاندې لویې ننګونې او ستونزه شته، چې ښوونکې ورسره مخامخ دي. له همدې کبله ویل شوي، چې دلته د ښوونکو ټول حقوق سم نه دي خوندي.
افغان ښوونکي ادعا لري، چې د دوی ممکنه امکانات نه دي پوره شوې. وایي، چې معاشونه یې دوی ته اکتفا نه کوي او همدارنګه له نورو ستونزو سره هم لاس و ګریوان دي.
کله چې محمد اشرف غني د افغان ولسمشر  په توګه وټاکل شو. هغه وویل، چې د ښوونکو ستایلو پر ځای به د دوی ستونزه ته حل لارې ولټوي خو د افغاک ښوونکو په وینا دا چاره تر اوسه پورې د عمل په موخه یاده شوې هم نه ده.
اوس په افغانستان کې ۱۷۰۰۰۰ښوونکي په نېږدې دولس زره ښوونځیو کې اوو میلیونو زده کوونکو ته درس ورکوي چې له دې ډلې ۳۳ فیصده یې ښځینه ښوونکې دي.