د سعید بن جبیر(رح) شهادت

سعید بن جبیر(رح) مشهور تابعي او لوی عالم دی، حکومت او خصوصاً د حجاج د ده سره بغض او دشمنی وه، حجاج د عبدالمالک بن مروان له خوا حاکم ټاکل شوی و.
سعید بن جبیر(رح) له ابن اشعث (رح) سره یو ځای شو او دحجاج د ظلم مقابله یی اوکړه، په مقابله کې حجاج دی ګرفتار نه کړای شو، د دې نه پس سعید بن جبیر په پټه مکې مکرمې ته ولاړ.
په دې وخت کې حکومت خپل یو خاص سړی د مکې مکرمې حاکم وټاکه.
نوي حاکم خطبه ویله او په آخر کې یې د عبدالملک پاچا له خوا دا حکم وکړ چې: چا چې سعید بن جبیر(رح) ته پناه ورکړه هغه به قتل کړای شي! او دهغه او د ګاونډیانو کورونه به یې ونړول شي لنډه دا چې په ډیر خواریو یې سعید بن جبیر(رح) ګرفتار کړ او حجاج ته یې ولیږه.
حجاج له سعید (رح) څخه څو پوښتنې وکړي چې په لا ندې ډول وي:
حجاج: ستا نوم څه دی؟
سعید: زما نوم سعید دی.(نیک بخته)
حجاج: د چا زوی یې؟
سعید: د جبیر زوی یم. (اصلاح کړای شوی)
حجاج ته د دوی نومونه د ښې معنا والا خوښ نه شو نو وي ویل:
حجاج: نه، ته شقی بن کسیر یې. (شقی بدبخت ته او کسیر مات شوي شي ته وایې)
سعید: زما مور زما نوم له تا څخه ښه پیژاندو.
حجاج: ته هم بد بخت یې اوستا مور هم بد مرغه ده.
سعید: په غیبو باندې علم له تا څخه پرته د بلې هستۍ دی. (علام الغیوب الله(ج) دی)
حجاج: زه اوس تا وژنم.
سعید: نو زما مور زما نوم بلکل صحیح ایښی دی(نیک بخت یم)
حجاج: اوس زه تا ددنیا څخه دوزخ ته رسوم.
سعید: که چیرې ماته دا معلومه وای چې دا ستا په وس او اختیار کې دی نو ته به مې معبود ګرځولی وي.
حجاج: د نبی اکرم(ص) په اړه څه عقیده لرې؟
سعید: هغه د الله(ج) رسول او رحمت ؤ چې په بهترین نصیحت سره ټولې نړی ته لیږل شوی وه.
حجاج: د خلفاوو په اړه څه عقیده لرې؟
سعید: زه د هغوی محافظ نه یم هر څوک د خپلو اعمالو ذمه وار دی.
حجاج: زه هغوی ته بد وایم که ښه؟
سعید: د کوم څه په اړه چې ماته علم نه شته زه په هغې کې څه ویلای شم ماته یوازی خپل حال معلوم دی.
حجاج: ستا په نظر په خلفاوو کې د ټولو نه زیات ښه کوم یو دی؟
سعید: چې د ټولو نه زیات زما د مالک(الله(ج)) راضې کوونکی وي.
حجاج: دټولو نه زیات راضې کوونکی څوک ؤ؟
سعید: دا هغه څوک پیژني چې د زړونو او پټو رازونو څخه خبر دی.
حجاج: حضرت علی(رض) جنت کې دی که دوزخ کې؟
سعید: زه د دې نه کم یم چې په غیبو دې خبردار کړای شم.
حجاج: ته ماسره د ریښتیا ویلو اراده نه لري.
سعید: مادروغ هم نه دي ویلی.
حجاج: ته ولې نه خاندې؟
سعید: زه دخندا خبره نه وینم او هغه څوک به څنګه وخاندي چې له خاورو نه پیدا وي او قیامت ته یې ورتلل وي او د دنیا په فتنو کې شپه او ورځ تیروي.
حجاج: زه خو خاندم.
سعید: الله تعالی مونږ په مختلفو عاداتو سره پیدا کړي یو.
حجاج: ووایه زه تا په کومه طریقه قتل کړم؟
سعید: په کومه طریقه قتلیدل دي چې ځان لپاره خوښوې.
حجاج: آیا تا وبښم؟
سعید: بښنه د الله تعالی له لورې بښنه ده ستا بښنه هیڅ ارزښت نه لري.
حجاج جلاد ته حکم وکړ چې دی قتل کړه سعید(رح) وخندل. حجاج پوښتنه ورنه وکړه چې ولې دې وخندل؟
سعید: ستا په الله(ج) زړورتیا او د الله(ج) په تا صبر باندې مې وخندل.
حجاج جلاد ته وویل زما مخ کې ددې څټ په توره ووهه.
سعید(رح) دوه رکعته لمونځ وکړ او بیا یې مخ قبلې ته کړ وې ویل: إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا ۖ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ. سورة(الا نعام) آیة(۷۹)
ژباړه: ما خپل مخ هغه پاک ذات طرف ته کړ چا چې اسمانونه او ځمکه جوړه کړه او زه د ټولو طرفونونه لري شوم، او نه یم زه د مشرکانو څخه.
حجاج: د ده مخ د نصاراوو د قبلی خواته کړی چې هغوی هم دین کې تفرقه اوکړه نو دهغه مخ واړولی شو.
‍سعید: فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ. سورة(البقرة)آیة(۱۱۵)الکافی بالسرائیر.
یعنی: کوم خوا ته مخ واړوی هلته هم الله دی چې په رازونو خبر دی.
حجاج: پړ مخ یې واچوی(مخ یې ځمکی خوا ته کړی)
سعید: مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَىٰ سورة (طه) آیة(۵۵)
یعنی: مونږ د ځمکې نه تاسو پیدا کړی او په دې کی به بیا تاسو واپس کؤ او ددی نه به مو بیا دوباره راپاڅوو.
حجاج: دی قتل کړی.
سعید: زه تا ددې خبري ګواه نیسم چې«اشهدان لا اله الاالله وحده لا شریک له و اشهد ان محمداً عبده ورسوله» ته دا محفوظه ساته، کله چې زه تا سره د قیامت په ورځ ووینم نو درڅخه یې اخلم، ددې څخه وروسته شهید کړای شو.(انا لله و انا الیه راجعون)