
ژباړه: انیسه «غزنوی»
د هارون الرشید د خلافت زمانه کې په بغداد کې د واقدي، تاجر او هاشمي په نمونو درې نیک عمله او ریښتوني ملګري اوسیدل.
دوی د ډیرې مودې را هیسې خواږه ملګري، په ښادی او غمونو کې سره شریک ؤ.
څه موده پس چې اختر ته یو څو ورځي پاته وي پر واقدي سخته غریبي راغله، دده سره یوه روپۍ هم پاته نه وه.
د اختر څخه د مخه یوه ورځ یې میرمنې ورته وویل: موږ خو به پر زړو جامو اختر تیر کړو خو د بچو سره به څه کوؤ، ځکه چې کله د اختر په ورځ دوی د نورو مشومانو په ځان نوې جامې وګورې نو خپلو زړو جامو ته به سخت خواشیني شي.
د دې خبرو په اوریدو واقدي په فکر کې ډوب شو، ناڅاپه یې په زړه شول چې خپل ملګري تاجر څخه به څه روپۍ پور کړي او خپلو بچو ته به د اختر جامې پرې واخلي، نو يې تاجر ته داسې پیغام ولیږه چې زما یو څو روپو ته سخت ضرورت دی که څه مرسته را سره وکړې نو پر ما به دې لوی احسان وي.
کله چې تاجر ته دا پیغام ورسیده سمدستي یې یوه د زر درهمو کڅوړه ورولیږله.
واقدي او میرمنه یې د کڅوړې په لیدو ډیر خوښ شول کله چې واقدي د کڅوړې خوله ایله کوله نو په ي وخت کې یې چا دکور ور وواهه.
واقدي کڅوړه په خپل ځای پریښوده او د ور په لور روان شو چې ور یې ایله کړ ګورې چې د هاشمي غلام دی.
واقدي ورته وویل: وروره څنګه راغلی یې؟
غلام وویل: هاشمي یو څو روپو ته سخت ضروروت لري او ددي لپاره یې زه تاته راولیږلم چې که له تا سره وي دا مرسته به دې له هغه سره لوی احسان وي.
واقدي سمدستي کور ته دننه شو او هغه کڅوړه چې دد ته تاجر لیږلي وه د هاشمي غلام ته یې ورکړه.
ميرمن یې د کڅوړي په هکله ور څخه وپوښتل، واقدي وویل چې زمونږ څځه هاشمي هغه درهمو ته ډیر اړ ؤ میرمنه یې هم ډیره نیک عمله ښځه وه نو یې د واقدي دا کار وستایه په دي وقت کې بیا د کور ور وټکیده کله چې واقدي ور ایله کړ هک پک شو ګورې چې تاجر هم هغه کڅوړه چې واقدي څه موده مخکې هاشمي ته لیږلې وه په لاس کې نیولي ولاړ دی، واقدي به ډ یره حیرانتیا وپوښتل چې وروره دا څّه معامله ده؟
تاجر وویل: زما خوږ ملګريه! خبره داسې ده چې زما څه روپیو ته ضرورت پیښ شو نو ما د هاشمي څځه وغوښتې هغه ماته د غه کڅوړه راولیږله خو کله چې ماته ستا پیغام راغی نو ما دا کڅوړه تاته در ولیږله، ددې کڅوړې نه بغبر د هاشمي سره نور څّه نه و پاته نو ځکه هغه له تا څخه څه روپۍ وغوښتې کله چې تا دغه کڅوړه هغه ته ولیږله نو هغه ډیر حیران شو زما کو رته راغی او وی ویل: دا کڅوړه خو ماتاته لیږلې وه نو واقدي ته څنګه ورسیده ما ورته ټوله قیصه وکړه وروسته بیا مونږ فیصله وکړه چې دا کڅوړه تاته درکړو تر څو زمونږ د درېو څخه د یو ضرورت پرې پوره شي.
واقدي وویل: تاجر وروره ریښتیا خو داده چې اوس مونږ درې واړه روپو ته ضرورت لرو نو ښه به دا وي چې دا دراهم په خپلو کې سره وویشو چې د ټولو ضرورت پرې پوره شي.
دوی همداسې وکړل او دا دراهم یې په درې برابرو برخو سره وویشلږ
ددوی دا کیسه ور ور په ټول ښار کې خپره شوه بلاخره وزیر یحیی برمکی ته ورسیده.
یحیی برمکی ددوی پر ريښتوني ملګرتیا ډیر خوښ شو او دوی ته یې وه (۷) زره د رهم او یو لیک ور واستوه چې په هغه لیک کې داسي لیکلې ؤ: دا تاسو ته په خپلو کې د همدردی انعام دی هر یوه ته دوه دوه زره او زر درهمه د واقدي میرمن ته چې په نیک کار کې یې خپل خاوند سره مرسته وکړه.
ريښتیا هم ملګري همداسي وي چې په مشکل وخت کې یو بل سره مرسته وکړي.