ولسمشر محمد اشرف غني مډال راوړونکو لوبغاړو ته افتحاري ستاينلېکونه ورکړل

په ترکمنستان کې افغان لوبغاړو د اسيا په نړيوالو رزمي سياليو کې د ۶۲ هېوادونو په منځ کې ۲۶ مقام خپل کړ. افغانو لوبغاړو د سرو او سپينو زرو او برنزو مډالونه لاس ته راوړلي دي. په همداې بنسټ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په جوړو شويو مراسمو کې ولسمشر، د اولمپیک ملي کمېټې رئيس او لوبغاړو برخه اخېستي وه. ولسمشر لوبغاړو ته افتخاري ستاينلېکونه ورکړل. او د ورزش په برخه کې يې له لوبغاړو سره په کړو ژمنو بيا ټېنګار وکړ.
د جوجیتسو په برخه کې د سرو زرو مډال ګټونکي حسین بخش صفري ياده بريا د هيواد ملي امنيتي ځواکونو ته وويله. په افغانستان کې د ورزش لپاره د لازمو امکاناتو د نه شتون سربېره بیا هم افغانانو د ورزش په ډېرو برخو کې هېواد ته برياوې راوړي. په ياده ناسته کې لوبغاړو په بياځلې، له ولسمشر څخه د ورزش په برخه کې د آسنتياو او سهولتونو د برابرولو غوښتنه وکړه.