که سټیفن پډوک مسلمان وای...

که سټیفن پډوک مسلمان وای، هم به دی ترورېست او هم به بريد تروریستي وای.
پرون د امريکا په لاس ويګاس کې په يو ډليزه حمله کې ۵۹ کسان مړه او ۵۰۰ څخه زيات ټپیان شول. بريد په لاس ويګاس کې په هوټل کې شوی، بريدګر سټیفن پډوک نوميږي او ۶۴ کلن وو. له حملې ورسته بريدګر خپل ځان هم وژلی دی.
اوس هېڅوګ سټیفن پډوک ته ترورېست نه وايي، هېڅ رسنۍ دا بريد تروريستي کړنه نه بولي. هرڅه چې وشول يوازې د سټیفن پډوک نوم ورسره یاديږي. نه يې څوګ د دين په اړه خبرې کوي او نه هم د مذهب. اوس دغه کړنې ته فردي جرم وايي، دا سټیفن پډوک وکړ او سټیفن پډوک مړ شو. نړۍ دا پېښه نه لوی وي. نړۍ نه وايي چې، سټیفن پډوک په چا پوري تړاو درلود؟ چا وهڅولو او ولې داسې وکړل؟ دا ځکه چې سټیفن پډوک مسلمان نه وو. د سټیفن پډوک کورنۍ او دوستان اړتيا نه لري چې نوموړي د جرم په اړه سپناوی ورکړي، مدافع وکيل پيدا کړي او محکمې ته لاړ شي. د امريکا چارواکي اوس په خپله د سټیفن پډوک دفاع کوي. امريکايي چارواکي د سټیفن پډوک په کړي عمل پرده اچوي او وايي "داسې ښکاري چې سټیفن پډوک رواني ستونزه درلوده"
که دا عمل کوم مسلمان کړی وایی، نو نن به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمان ته په تحقير سره کتل کيدای، بريد به کس کړی وای، خو اسلام ته به يې د ترورېزم او وحشت دين خطاب کولو.
که دا بريد مسلمان کړی وای، نو نړيوالې ټولنې به د مسلمانانو په تګ راتګ قوانين سخت کړي وای، که دا بريد مسلمان کړی وای نو، د نړۍ هيوادونو له خولې به مو داسې غږونه اورېدلي وای "نړۍ په امان کې نه ده، مونږ باید د افراطي او سخت درېځه اسلام پر وړاندې يو، او ودريږو."
خو، نن هېڅ خبره نده دا ځکه چې سټیفن پډوک مسلمان نه وو نو ترورسټ هم ندی. دوی وايي "جنايي پېښه واه، سړي رواني ستونزه درلوده" .