
د افغانستان په اساسي قانون کې د زمري (۲۸) مه او د غوايي (۸) مه، د ټول هېواد په سطحه د خپلواکۍ ملي ورځې دي او په ټول هېواد کې دغه وده ورځې رسمي رخصتۍ وي.
په اساسي قانون کې د ذکر شويو رخصتيو پرته د ۱۳۸۰ لمريز کال څخه بيا تر نن ورځې پورې په لسګونه ورځې، د ځينو وژل شويو کسانو په نومونو د امتياز په توګه ځانګړي شوې دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې کميسيونونه جوړېدل ترڅو د پخوانيو قومندانانو، زرواکو او رهبرانو په مرګ ياد غونډې جوړې کړې، په وير کې يې شريک او اوښکې پکې وڅڅوي.
د مختلفو تصويبونو او فرمانونو په اساس څوګ ملي قهرمان شو، څوګ د سولې قهرمان او شهيد، څوک د ملي يووالي شهيد، څوګ يوازينی مارشال مرحوم....
خو چې هر کله زوراکی مړ شوی، له لقب سره سره يې، يوه ځانګړي ورځ هم ځان ته انحصار کړي. تر دې چې القاب او ورځې يې ډېرې شي، ځينو بيا د (خادم دين محمد رسول الله) سل کلن هډوکي را وکېندل، ښخ يې کړل، وير يې پرې وکړ، قبر يې پرې جوړ کړ او يوه ورځ ورته ځانګړي کړه.
په نړيوالو اړيکو کې چې کله يو هېواد د جګړې لپاره تياری نيسي، نو خپل زور او وسله نمایش ته وړاندې کوي. چې ورته (Arm Race) وايي، ترڅو مقابل هېواد تر يو ډول اغيز لاندې راولي.
اوس همدغه ډرامه او نمايش په افغانستان کې روان دی. کله چې د يو وژل شوي کس ورځ لمانځل کيږي نو ياد کس نه د چا په زړه کې وي او نه يې هم په ياد اوښکې څڅوي. خو غواړي چې د خپل رهبر تعصبي لاره نورو ته بيا ورښکاره کړي.
پدې ورځو کې خلک په قهر او غضب وي. له وسلو سره د ښار سړکونو او کوڅو ته راوځي. تهديد او ګواښونه کوي.
لنډه دا چې، په کور کې له قوي وسلې څخه نېولي، بيا د پخلنځي چاقو هم له ځان سره بهر راوړي او خپل زور او قدرت نمايش ته وړاندې کوي.
په ښار کې په وحشي ډول او د مدنيت له ټولو قانونو سره په ټکر کې تګ راتګ کوي، تر نهايي حد پوري تعصب، کرکه او نفرت خپروي.
د بېلګې په ډول: د احمدشاه مسعود د مړينې کلیزه (وږې د مياشتې ۱۸). چې د اسلامي جمعيت ګوند پوري تړلو ډلو او کسانو ته د خپل د قدرت د اظهار کولو لپاره د مسعود د وژل کېدو ورځ ښه موقع ده.
اوس له مذهبي ورځو هم د قومي او ژبني تعصب لپاره ګټه اخېستل کیږي. د اسلام پنځه ارکان نه د فقې په ډول ادا کوي، نه په عقيدوي ډول پرې سم باور ساتي. د قرباني اختر ته د وحشت او ظلم اختر وايي. ياد اختر ورته د حيواناتو عام وژنه ښکاري.
خو د عاشورا د ورځې په نوم، په ښار کې داسې کوڅه نه پرېږدي چې پرې شينې او سرې جنډې را ځوړند نه کړي. د حسين په نوم وير کوي، ځان وهي، وينه تويوي او وسله نمايش ته وړاندې کوي چې، ګواکي دی هم د حسين او يزيد په ډول يوه بله غزا کوي. خو په حقيقت کې د خداي، د خداي د رسول، د هغې د اولادې، اصحابو او په ټوله کې د اسلام د سپيڅلي دين نه کومه جذبه په ځانونو کې لري او نه به هم د دين لپاره کومه قرباني ورکړي.
د مسعود ډله ټپله د جهاد ټول کرېډټ مسعود ته ځانکړی کوي او د مسعود د کورنيو جګړو قهرمانۍ باندې سترګې پټوي. د عاشورا په ورځ، د عبدالعلي مزاري د مړينې په ورځ.......... هزا ره ګان خپل نفرت او تعصب په داسې ډول ويشي چې حکومت هم ورته امنيت نيسي.
د حکومت لپاره ښه چانسونه دا دې چې د تش په په نوم بې وسلې کولو له پروګرام تېر شي، پرځای يې کولای شي چې، د وږې په ۱۸ مه، د مزاري د مړينې په ورځ، او هم د عاشورا په ورځ په خپله خوښه وسله لروونکي لنډغر مالوم او بې وسلې کړي. اسانه DDR.