ځوانان په ژوند كې له بيلابيلو خلكو سره وخت تيروي، چې په سر كې يې كورنۍ راځي . كورنۍ د ځوانانو په ژوند او ارتباطاتو كې ډير مهم رول لري . هره كورنۍ ځان ته روزنيز چوكاټ لري ،چې ځوانان په همدغو چوكاټونو كې رالويږي . نو ځكه خو ويل كيږي چې د هر كار او زده كړې پيل له كور څخه كيږي . مثلاً دين او د كورنۍ د غړو سياسي نظريې دي، چې نوي ځوانان ترې متاثره كيږي. ساده او تجملي ژوند دى. د غلطو كارونو كول او په مقابل كې يې د ښو كارنو كول دا هغه څه دي چې ځوانان يې په خپلې كورنۍ كې ويني او زده كړه ترې كوي. دغه كارونو د ځوانانو پر اخلاقياتو او حتى انتخابونو هم تاثير كوي . موږ ډيرې داسې كورنۍ په خپلې ټولنې كې لرو، چې د كور داخلي حالت يې سم نه دى او د اولادونو د تربيې په غم كې نه دي. دلته ده چې ځوانان له مشكلاتو سره مخ كيږي . ځينې دغه ځوانان د خپلې ټولنې قوانين مني او د خپلې كورنۍ تربيې څخه په څنګ كيږي، خو ځيني نور بيا د خپلو كورنيو عادتونه نه پريږدي، چې دا كار يې په ټولنه كې ګډوډي او بې بندوباري رامنځ ته كوي او ځوانان د غلطو كارونو په كولو پسې ځي . چې اخري ځاى يې زندان وي او تر ټولو مهمه دا چې د خداى پاك رحمت له لاسه وركوي . كورنۍ لكه چې مخكې مو وويل له خلكو سره زموږ په ارتباطو كې ډير رول لري. موږ كولى شو چې د خپلې كورنۍ تربيې با وجود ځان ته ښه يا بد ملګرى پيدا كړو . همداسې دوام وركوو، چې يا پر ښو او يا به هم پر بدو لارو ځو. ملګرى يا ملګري زموږ د ژوند ډير مهم خلك دي او په ځينو مواردو كې ان د كورنۍ تر غړو هم مخكيوالى لري، ځكه موږ ډيرې خبرې چې د كورنۍ غړو ته يې نه شو كولى، ملګرو ته يې كوو. همداسې چې د ژوند د ملګرې په انتخاب كې دقت كوو . د نورو ملګرو په انتخاب كې هم بايد پوره دقت وشي . يو بل مشكل دا دى چې زموږ خبرې كول، نظريات، د كاليو اغوستلو ډول، زموږ رفتار او نور عملونه ممكن د كورنۍ د مشرانو خوښ نه شي او اعتراض راباندې وكړي. دا كار د ځوانانو د ناراحتۍ سبب كيږي. ددې كار علت دا دى چې هغوى 20 يا 30 كاله له موږ څخه زيات ژوند كړى وي . فكري روايات او د ژوند نورې برخې اوس هغسې نه دي چې 30 كاله مخكې وې . خو ځينې كورنۍ شته، چې ځوانان خپل انتخاب ته پريږدي . دا ښه خبره ده، خو دوى دې ټولنه وګوري او څه چې نن رواج و او خلكو يې په اړه بد نظر نه درلود. له هغو كړنو څخه دې ځوانان نه را ګرځوي . دا كار به سبب شي، چې د كورنۍ د غړو او ځوانانو روابط سره سم وي . خو كه د يو بل په ژوند كې له حده زياته او بې ځايه مداخله وكړي . نو ممكن ډير مشكلات يې په ژوند كې پيدا شي او ځوانان مجبوريږي چې تاوتريخوالي ته مخه وكړي . غوصه كيدل يا په كور كې تاوتريخوالى كول دوه سببونه لري . يو دا چې ډير نوي ځوانان له رواني او جسمي تهديدونو سره د مقابلې په خاطر تاوتريخوالي ته مخه كوي . يعنې كله چې په چاپيريال كې لكه مكتب، مدرسې، كوڅې او كور كې تاوتريخوالى حاكم وي . نوى ځوان يې هم زده كوي او له تهديدونو سره د مقابلې په خاطر تاوتريخوالي ته مخه كوي. بل علت يې په ځوانانو رواني مشكلات دى . دا چې عمر يې كم وي . ډير كله د نورو په وړاندې د حسادت او بدبينۍ احساس كوي. چې دا كار يې هم تاوتريخوالي ته وربولي . ډير هلكان او نجونې احساس كوي چې په ډيرو مسايلو كې د نورو تر فشار لاندې دي او د دوى د غوښتنو خلاف نور شيان پرې تحميليږي. يوازنۍ وسيله چې دا ځوانان له ځان نه پرې دفاع كولى شي. هغه شخصي قدرت دى. داسې وخت كې هم ځوانان له تاوتريخوالي ډك چلند خپلوي او په دې طريقې سره غواړي خپل زور نورو ته وښيي . كله چې په كور كې يو ځوان له نورو سره سم نه چليږي . نو دا ښيي چې د كورنۍ او ځوانان تر منځ اړيكې ښې نه دي او يوه خوا به خامخا ملامته وي . د كورنيو روابطو بيرته جوړول، د ځوانان په اړه د منفي فكرونو له منځ وړل. پر هغو ډير فشار نه راوړل او د اولاد روزنې له مناسبو طريقو څخه استفاده كولى شي په ځوانان كې د تاوتريخوالى روحيه راكمه كړي .
وروستي