جادويي ساعت هم جوړ شو

هغه ورځ لیرې نه ده چې اییرکنډېشن او هیټر په خپلو جامو کې درسره وګرځوئ چې په یخنۍ کې مو ګرم او په ګرمۍ کې مو یخ وساتئ، خو د ټیکنالوجي له ډګره تازه خبر دا دی چې امریکايي څیړونکیو داسې یو ساعت جوړ کړی چې په لاس کولو سره یې تاسې د یخنۍ پر مهال د ګرمۍ او د ګرمۍ په موسم کې د یخنۍ احساس درکوي.
هغه کمپنۍ چې دا ساعت یې جوړ کړی وايي، د ساعت ټول کمال په پټۍ کې دی چې په هغې کې یوه وړه اله لګیدلې، کومه چې رګونو ته د یخنۍ او ګرمۍ د حرارت درجه لیږدوي.
د دې ساعت بیه ۷۵ ډالره ده او لا تر اوسه د افغانستان بازارونو ته نه دی راغلی.