زه د آريا پر لمن
لكه يو غر پروت يم
تاريخ شاهد لرمه
په ليرو بر پروت يم
د خپل اولس له لاسه
سر په بستر پروت يم
نفاق وهلى يم
در په در پروت يم
ما استقلال درلودى
ما ارزښتونه لرل
ما ښې چوڼۍ لرلې
ما ښه فوځونه لرل
ما خزانې لرلې
ما سېلابونه لرل
ما نه هر څوك وېرېدل
ما سرحدونه لرل
و ما ته ډېر راغلي
جنګي فوځونه سو مات
چي زې پر سر وهلم
هغه لاسونه سو مات
د چا دى سر مات سوى
د چا اورمېږونه سو مات
د چا پښې لوڅي سوې
د چا لاسونه سو مات
دلته مغل مات سوى
دلته چنګېز مات سوى
دلته ګورګين مات سوى
دلته انګرېز مات سوى
دلته روس مات سوى
دلته پروېز مات سوى
دلته د هر تېري ګر
د زور ټغېر مات سوى
زې په څو كرته
در څخه چور كړم دغو
زې د جنګ په لمبو
كي سور تنور كړم دغو
ستاسو په وينو باندي يې
څو واره سور كړم دغو
زې ځورولى يمه
زې په ضرور كړم دغو
تاسي هغو لره بيا
لاس د ورورۍ وركوئ
تاسي ميډال وركوئ
بهادرۍ وركوئ
چاړه قاتل ته په لاس
زما مرۍ وركوئ
لا خو اډې وركوئ
لا خو چوڼۍ وركوئ
ګوره دا وړۍ شړۍ نه بولمه
دا خلك زموږ په عادت پوى نه بولم
د لېوه زوى د مېږي زوى نه بولم
او زه يې هم د ځانه لوى نه بولم
تاسو په ځان كي څه علميت كړئ پيدا
يو او بل مه وژنۍ نور
مينه الفت كړئ پيدا
د آزاد ژوند په خاطر
ځان كي همت كړئ پيدا
لاسونه وركړئ سره
زور او قوت كړئ پيدا
چا يم پر پښو
چا پر لاسو وهلى
د تېري ګرو د وخت
يم پر چړو وهلى
زه يم د ظلم زندان
او زولنو وهلى
زه يم د جنګ جګړو
تورو لمبو وهلى
چا مي تاريخ چا مي ګنجونه كړو لوټ
چا مي كلتور چا مي ارزښتونه كړو لوټ
چا په نېزو زلمي سرونه كړو لوټ
زما د بڼ څخه يې زما ګلونه كړو لوټ
په ما كي تل وي پرتې
په وينو سرې جنازې
زما د كوره وزي
در څخه سرې جنازې
وه دوى ته سپكي ښكاري
هم مسخرې جنازې
هم مو لويان راوژني
هم مو وړې جنازې
لا خو ژندى يم ورته
لا خو يې وزلى نه يم
لا خو مي نور هم ازمويي
لا يې منلى نه يم
لا يم ولاړ پر ميدان
له منځه تللى نه يم
لا خو منصور غوندي سم
دار ته ختلى نه يم
په پښو به بيا سم ولاړ
زما عقل قوي دى
بيا به در وپاڅېږم
زما تكل قوى دى
په خداى يقين لرمه
زما توكل قوى دى
زما ايمان قوى دى
زما مورچل قوى دى
زه دمظلومو خلكو
او پرګنو خاوره يم
زه د ميرويس خاوره يم
زه د نازور خاوره يم
زه د ملالي د ننګ
او اوازو خاوره يم
زه د ميوند خاوره
د امازو خاوره يم
په ما كي پټي جذبې
او عظمتونه دي پټ
په ما كي د لعل په شان
چاودلي زړونه دي پټ
زما د زړه په كور كي
ډېر ارمانونه دي پټ
زما د غرو په كاڼو كي
سره لعلونه دي پټ
پر ما مينه ځوانه
زما استقلال به ګټې
كه يې مين پر زلفو
د زني خال به ګټې
رانه پردو وړى دى
زما د سر شال به ګټې
“دروېشه”سر به بايلې
د يار وصال به ګټې
رحمت الله دروېش
د محيب رحمتي رالېږنه
وروستي