تــرتــڼــی

ټول هــــــوسونه به در جار کم که دې خپلـــــــه کمه
سترګــــې به ستا د مخ دربار کم که دې خپله کمه
چې[ خؤری ؤری ](۱) ګڼ ووربل ته دې غنچې غنچې شي
هر يو[ سنګېړ ] به دې ګلــــــزار کم کـــــــه دې خپله کمه
خيال مې تل ستا په ګوړګوتو څڼو لاسونه وهي
ږمنځ بيې په ګوتو هر سهار کم که دې خپله کمه
چې په [وېړو]، په ديوالو، په کرښو بېل نه شو بيا
غبرګ مړوندونه به دې هار کم کـــــه دې خپله کمه
دمحبت په سجدو کــــــې بـــــه دې دومره ښکل کم
چې سپين [ ووټي ] دې سره انار کم که دې خپله کمه
ستاجنتي سکڼښت به لــــــراوبــــر يو ښکلی باغ کم
دا زوړ خزان به ځوان بهار کم که دې خپله کمـــــــه
[درمې ]د درګـــــو به دې سپين ګيډي ګلونه کمه
وچ خـــــــړ رزغي به دې پربار کم که دې حپله کمه
[ کـڼــي ](۳)، کڅونه به دې ډک کړم له شنکيو [ اوبرو ]
[خؤړی ](۲) به ډکی په سپېدار کم که دې خپله کمه
ستا تکشنه [ بړنګ ] څړموني او زېيړ طلايي مني به
په ګړد عالم کې بيا نامدار کم که دې خپله کمه

ستا په لمنی چـــــا سپکسرو جواري کړيې ده
واپس به باخت د هر قيمار کم که دې خپله کمه
د ځان بېټۍ دې صدقه کړې اميرانو په تخت
شهره به هر ستا ګناهکار کم که دې خپله کمه
ستا د لمنی په بايلـــــو مې پګړۍ ړنګه پرته
سم به په سر شمله دستار کم که دې خپله کمه
ستا له ټــټــر به د نيواک خپسی جګی کمه
کفر به ستا هر رنګ ازار کم که دې خپله کمه
چـــــــې ورانوي د انګېرنو افغاني ښکلاوې
عجم، عرب به توبه ګار کم که دې خپله کمه
ستا ددې سترې خېلخانې دهريو زړه به ساتم
فتنې به شنډې د اغيار کم که دې خپله کمه
ستا پر لمن به ټول قضاء لمنځونه وګرځوم
شکر به سر د کردګار کم که دې خپله کمه
زماخوږې [ ترتڼ ترتڼـی ](۴) ژوبلی ړنګی مېنې
په وصلتو به دې سينګار کم که دې خپله کمه

تازه خان ويال
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پډينګټڼ ــ لندن
۱۰ / ۴ / ۲۰۰۸
ويــيــنــی :
(۱)= خ ؤه رې ؤه رې
(۲) = خ ؤه ړې
( ۳ )= که ڼي
(۴)= تر ته ڼــې