سړه سوله

تر ډېره به مو د سړې جګړې کلمه اورېدلي وي. د بېلګې په ډول د لویدیځ بلاک (امريکا او د هغې متحدينو) او ختيځ بلاک (شوري اتحاد او د هغې پيرو دولتونو) ترمنځ. له ۱۹۴۷ څخه بيا تر ۱۹۹۱ کال پوري. د سړې سولې کلمه ښايي تر ډېره نه وې اورېدل شوي او يا ښايي مهفوم يې پوره درک نه نشو کړای.
سړه سوله څه ته وايي؟
د ملتونو ترمنځ نه ثابتې سولې ته، چې تر ډېره سړې جګړې ته لار کوي سړه سوله ویل کيږي. او يا، سړه سوله د دوو او يا ډېرو هېوادونو ترمنځ نسبي سولې ته وايي. چې د سولې تړونو او معاهدو پر بنسټ منځ ته راځي او د روانې جګړې حالت پای ته رسوي.
سړه سوله د سړې جګړې مقابل حالت دی. په سړه جګړه کې مخامخ سره په ښکر هېوادونه د جګړې له ډګر وځي، خو خپل پيرو هېوادونه جګړې ته هڅوي او ملاتړ يې کوي. په سړه سوله کې د بې باورۍ فضاء شتون لري او د هېوادونو کورنۍ پالېسۍ متخاصمه او مخالفت لروونکي وي.
د تاريخ په اوږدو کې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سړې سولې ځينې بېلګې:
۱- د مصر او اسرائيلو ترمنځ: په ۱۹۷۹ زيږديز کال کې د امريکا متحدو ايالاتو په منځګړيتوب د اسرايئلو او مصر ترمنځ د سولې معاهده لاسليک شوه چې، د اوربند او دوه اړخيز رسميت پېژندنې اساسي مادې پکې شاملې وي.
۲- د انډیا او پاکستان ترمنځ د شېملا تړون (Shimla Treaty):
دغه تړون په ۱۹۷۲ کال کې د انډیا په شېملا ښار د انډيا د لومړي وزير اندرا ګاندي او د پاکستان د وخت ولسمشر ذوالفقار علي بټو ترمنځ لاسلیک شو. د ياد تړون پر بنسټ پاکستان بنګلادېش د یوي خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپيژند. په تړون کې ټېنګار شوی وو چې، د د دواړو هېوادونو ترمنځ نندارۍ بايد په سوله يز ډول د خبرو اترو لارې حل شي.
۳- د روسې او امريکا ترمنځ:
د سړې جګړې تر ختم ورسته د امريکا او روسې ترمنځ موجوده حالت د سړې سولې دی. د یادو هېوادونو ترمنځ نسبي سوله شتون لري خو د روسې او امريکا داخلې او بهرنۍ پالېسۍ د یو او بل په مقابل کې وي.
په لنډ ډول ويلی شو چې، په سړه سوله کې ملتونه او حکومتونه، د سولې د معاهدو او تړونونو پر اساس په اړ ډول سولې کې سره اوسې. که چېرې تر سره شوي معاهدې او د سولې تړونونه مات شي نو ملتونه د جکړې ډګر ته ځي.