ډاکټر نجيب الله په روستيو کې ملي قهرمان شو

د خلق ګوند له جوړېدو روسته ډاکټر نجيب الله د پوهنتون او ځوانۍ له شپو ورځو د ګوند د محصيلينو له څانګې سره وتړل شو چي روسته يې په ګوند په ځانګړه يې د افغانستان له ملي خاين ببرک کارمل سره پېژندنه وشوه هغه وو چې کارمل ته د اناهيتا راتبزاد نه پس دووم د باور وړ شخصيت ډاکټر نجيب الله شو چې د کارمل په خوښه او اشارو له راتبزاد او نجيب الله سره سره پنجشېري هم په ګوند کې ناخوالۍ او بې باورۍ را منځ ته کړې
د استاد امير اکبر خيبر غوندې سپېڅلى افغان د کارمل او د ياد ملګرو له دسيسو سر وخوړ چي روسته کارمل او د ده وفادارو ملګرو ته د شوروې د لاسپوڅۍ د وظيفې لپاره يې د دخاورې سپېڅلې بچيان په ځانګړه ولسمشر حفيظ الله امين په سرو شوريانو سره له کورنۍ شهيد کړو د افغانستان په دغه ورانې او شوروي يرغل کې د کارمل،ډاکټر نجيب الله،اناهيتا راتبزاده،پنجشېري،اسلم وطنجار،سيد محمد ګلابزى او په پټه د اوسنۍ شمالي ټلوالې پراخه ونډه وه
خو د شورويانو د ماتې پس ډاکټرنجيب الله د شورويانو د ماتې او وتلو ملي جشن جوړ کړو چي هغه ورځ شورويان او لاسپوڅې يې خفه خو ډاکټر نجيب الله يو ملي شخصيت او قهرمان وګرځېدلو روستۍ قهرماني يې همدغه شوه چې تاليبانو د پنجابيانو په خوښه شهيد کړو همدغې خاطرې نجيب الله افغانانو ته قهرمان کړو رښتيا هم چې قهرماني يې تر مسعود غټه او سپېڅلې وه خو که چرته مونږ ډاکتر نجيب الله ته د قهرمان او ستر شهادت مقام په دې ورکوو چې ګواکه د پنجابي لاسپوڅو د لاسه په شهادت ورسېدو او مسعود ته يې په دې د دملي قهرمان نوم ورکول کيږې چې د کامره مينانو د لاسه په ځانمرګې بريد کې مړ شو او عبدالعلي مزاري ته يې په دې ورکوې چې بيا د تالبانو د دلاسه له الوتکې را راوغورځېدو چې اوس ورته ملي قهرمانان ويل کيږې نو بيا هغه کومه وجه ده چې مونږ حفيظ الله امين ته د ملي قهرمان نوم نشو ورکولى کوم چې د شوروي يرغلګرو څخه يې د خاورې او هيواد دفاع کوله ؟؟؟؟