کاينات اروړا  غواړي د خپله خور ديويا بهارتي ځای ته ځان ورسوي

د هندي فلمونو د پخوانۍ مشهورې ستورې ديويا بهارتي خور کاينات اروړا انځورونه په ټولنيزو رسنيو خپاره شوي، چې خلکو ډېر خوښ کړي دي، کاينات د مړې شوې ديويا بهارتي نه په ښکلا کې هیڅ کمه نه ده. د ٩٠ په لسيزه کې د هندي فلمونو د لومړي صف ديويا ستورې بهارتي نه له اداکارۍ پرته په ښکلا هم ډېره مشهوره وه،او ډیر مینه وال له درلودل، خو ډېر زر يې خپل مينه وال غمژن پرېښودل او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړي.
کاينات اروړا د چارو اروړا په نوم هم پیژندل کیږي، د دسمبر په دوهمه، کال ١٩٨٢ز کې په ډيلي کې زېږېدلې ده، ډېر لږ خلک په دې خبر دي چې کاينات د ديويا بهارتي ترله ده، نوموړې د نېشنل انسټيټيوټ آف ټېکنالوژي څخه د اقتصاد په برخه کې فارغه شوې ده.
کاينات اروړا هم غواړي چې په هندي فلمونو کې د ديويا بهارتي په څیر نوم پیدا کړي، نوموړې تراوسه پورې په هندي، تامل او تيلګو فلمونو کې کار کړى دى.
کاينات په ٢٠١٠ز کال کې په ((کټها ميټها)) فلم کې له يوې سندرې څخه خپل فلمي ژوند پيل کړى و، له دې پرته نوموړې په ((ګرېنډ مستي))، ((من کاټها))، ((ليلا او ليلا)) فلمونو کې او د رام ګوپال ورما په فلم ((سيکريټ)) کې هم کار کړى دى، خو تر نننه پورې يې لکه د ديويا بهارتي په څیر نوم نه دى پیدا کړى