
د واده نوی قانون په تاجکستان کې د عملی کیدو په حال کې تیره ورځ په تاجکستان کې د یوې ناوې د واده کور د حکومتی ځواکونو له خوا کلابند او څومره خوندور او رنګارنګ خواړه یی چې په واده کې د ګډونکوونکو له پاره تیار کړي وو ټول راټول او هغه یی د روانی ناروغانو روغتون ولیږدول او هلته یی په ناروغانو وویشل چې ویی خوري .
او په دې ډول د واده ګډون کوونکی تش نسونه کورونو ته ستانه شول .
ویل کیږی په تاجکستان کی د دغه هیواد د ودونو د نوی پاس شوی قانون له مخې د ډیر لګښت لرونکې ډوډۍ په ورکولو بندیز لګول شوی .
سربیره پر دې د قانون سر غړوونکی به ۵۰۰۰$ امریکایی ډالر جریمه هم ورکوی