عاقبت به می دژوند د هجران څه وي
ما ته فرق به د فراق اوزندان څه وي
دلته ژوند مې په مقتل باندې شميرلی
په پردي وطن به ژوند دانسان څه وي
بې له ياره چې ژوندون او زنده ګي کړم
اوسيدل ددې جهان ګورستان څه وي
په ژړا چې دشيرين وطن رخصت شوم
نو هغه سا عت دوزخ او جهان څه وي
په کتو کتــــو پناه چې له جانا ن شوم
جــــنازه مې دارمان او دځـــــان څه وي
سيد کريم په شپه او ورځ هېڅ نه پوهيږم
خو چې حال به مې د ښکلي جانان څه وي
سيدکريم خوستی
العين الا اما رات العربيه ۲۰۱۰٭۳٭۲۸
وروستي