زړګيه څه دې كړي ؟

زړګيه څه دې كړي
چې ستا نږدې ېدوستانو
ستا په وجدان د بدنامۍ لكې واردې كړلې
او ستا د نور په زړه يې
د تيروتني د بدنيته قلم
ټوله رنګونه توي كړل
زړګيه څه دي كړي
چې د ګمان پر اوږو سپورو وريزو
زما د سترګو له شفافه كوره
اوښكي توي كړي
او
وروسته يي شاته هم ونه كتله
زړګيه څه دي كړي
چې ستا نږدي دوستانو
ستا د نيت پر مرمرينه كړكي
په مرمرينه هغه سپينه كړكي
د بدنيتي د كور زاړه ميخونه ټك وهله
پاڅه رهي شه ورته دا ووايه
ولي مو داسي وكړل
ولي مو زما د زړه په سپينه مرمرينه كړكي
د بدنيتي د كور زاړه ميخونه ټك وهله