ملکه حتشپسوت څوک وه ؟

ملکه حتشپسوت د مصر د فرعون د اول ملک تحتمس او د ملکې آحمس مشره لور وه . اصلي نوم یې غنمت آمون حتشپسوت وه چې د حتشپسوت معنی ده ، [ د اعلیحظرت ښځه ].
ملکه حتشپسوت د تاریخ یو له مشهورو ملکو څخه شمیرل کیږي او د مصر د فرعوني اتلسمې کورنۍ د حکم پینځمه ملکه راځي . ملکې حتشپسوت په مصر د میلاد څخه دمخه له ۱۵۰۳ کلونو څخه تر ۱۴۸۲ کلونو پورې حکومت وکړ .
ملکه حتشپسوت د لرغوني تاریخ د ملکو څخه یوه ملکه او د مصر د فرعوني دورې تاج بلل کیږي . دغه ملکه د ښکلو ښځو څخه شمیرل کیده . ملکه حتشپسوت د مصر د فرعوني دورې لومړنۍ ملکه وه چې په مصر یې حکومت وکړ ، سره له دې چې باید د هغې د میړه زوی [دریم تحتمس] باید حکم ترلاسه کړی وای خو ملکې کاهنانو او د دین خلکو ته خبر ورکړ چې خدای یی په خوب کې لیدلی دی او هغې ته یې په مصر د حکم کولو لپاره ویلي دي  او ویلي دي چې هغه د خدایانو له نسل څخه ده . نو پدی سره کاهنانو حتشپسوت د مصر حاکمه وګرځوله . خو بیا هم له دې سره خلکو پدې مخالفت وکړ چې هغه ښځه ده او ښځه د خدای نماینده ګي نشي کولای . د هغوی د عقیدې او عرف له مخې پاچا او ملک د خدای له لوري ټاکل کیږي او په ځمکه د خدای نماینده وي، او ملک د خدایانو له نسل څخه وي .
نو ملکه حتشپسوت په دی کوشش کې شوه چې خپل ځان د نرانو په شان وښیي ، نو د ږیرې په شان یوه زنه ایخودل یې شروع کړل ، د نرانو په شان یې کالي اغوستل ، د فرعوني دورې د عرف له مخې ملک او حاکم د خدای له خوا انتخاب شوی وي ، او په ځمکه د پاچاهۍ کولو لپاره د خدای له لوري ټاکل شوی وي ، نو دې ملکې هم د نرانو په شان کالي او زینت استعمالول ، او همیشه په دی کوشش کې وه چی دا هیره کړي ، چی نوموړی ښځه ده ، بلکې همیشه به یې ځانته د مذکر ضمیر سره خطاب کاوه . همدارنګه د نرانو لقبونه یې وړل  .
په ورته وخت کې یې غوښتل چی ځان د یوې حاکمې په توګه خلکو ته ګټور تمام کړي ، خپل استعداد وروښایي ، نو د تجارت په پراختیا او پرمختګ کې یې ډیر رول ولوباوه . ددې په دور کې تجارت ډیره پراختیا ومونده .
که ددې ملکې هر رنګه کیسه وي خو  حتشپسوت د لرغونې نړۍ یو له ډیرو کمو ښځو څخه ګڼل کیږي چې په خپل هیواد کې د ادارې تر لوړو پوړیو پورې ورسیده ، او خپل ټول کوششونه یې په لاره واچول تر څو د مصر نران په دی قانع کړي چې د ښځې حاکمې په توګه یې ومني ، که دغې ملکې د مصر خلک دې ته قانع کړي وي او که یې نه وي کړي ، خو هغه څه چې ملکې حتشپسوت د  خپل حکم په دوران کې د مصر لپاره ترسره کړل ، د ډیرو نرانو پاچاهانو او ملکانو څخه لوی لوی کارونه وو .
ملکې حتشپسوت په مصر باندې د ۲۰ کلونو لپاره پاچاهي وکړه او ددې د حکم په دوران کې هیواد سیاسي او اقتصادي پرمختګ وکړ . د ملکې حتشپسوت د حکم دوران د قوي لښکر او فوځ ، د رغونې ، او د هغو سفرونو له کبله ځانګړې او متمیزه دوران بلل کیږي چې نورو شا او خوا سیمو ته یې ترسره کول .
ملکه حتشپسوت د خزان فصل د دوهمې میاشتې په ۱۰ مه نیټه چې د میلاد څخه وړاندې د ۱۴۵۷ کال د لومړۍ میاشتې له ۱۴ مې نیټې سره سمون خوري ، مړه شوه .
د خپل حکم په ۲۲ کال له دنیا لاړه ، دا د هغې لوحې په لیکنه کې راغلي دي چې په ارمنت کې پیدا شوې ده . د مصر د لرغونی تاریخ یو عالم مانیتو ددې ملکې د حکم دوره ۲۱ کاله او نه میاشتې اټکل کړی ده . مونږ نه پوهیږو چې ملکه حتشپسوت څنګه مړه شوه ؟ په خپل طبیعي مرګ مړه شوه او که د  دریم تحتمس په لاس ووژل شوه  او یا دهغه په اشاره و‌ژل شوې ده .
خو هغه څه چې ښکاري ملکه په خپل طبیعي مرګ نه ده مړه شوې ، او کیدای شي چی پای یې ډیر غمجن وي ، دا یوه معما پاتې شوه .
د ملکې حتشپسوت مومیایي جسد د ډیرو ښځینه وو مصري عالمانو حیرانتیا څرګنده کړې . بعضې وايي چې د ملکې مرګ د دریم تحتمس په لاس وو تر څو بیرته ترې خپل عرش واخلي او حکم ترلاسه کړي ، نو د هغې مومیايي جسد دغه شکونه رابرسیره کوي .
له ډیرو بحثونو ، فکرونو او څیړنو علماوو دا پریکړه وکړه چې د ملکې د مومیايي جسد څیړنیزه پروژه پیل کړي ، او ددغې پروژې پیل د ملکې له قبره وشو چې د ملکانو په دره کې واقع دی او د ډیر ژوروالي او د تنګې لارې درلودو له امله یو له ډیرو خطرناکو قبرونو څخه ګڼل کیږي . پدی ځای کې د مومیايي جسدونو نورې برخې هم کشفې شوي دي ، چې په کال ۱۸۸۱ کې د اثارو علماوو او پولیسو دغه راز کشف کړ . دغه ځای کې د ملکې حتشپسوت د جسد نورې اجزاوې هم وموندل شوې چې بیا علماوو دا پریکړه وکړه ، چې د ملکې په جسد باندی د  DNA تحلیل او معاینه وکړي او له نورو اجزاوو سره یې د نسب معلومولو لپاره مقارنه کړي  ، د تجربه کوونکو له قوله ددې معاینې نتیجې مثبتې وې  .
په ۲۰۰۷ م کال کې د ملکې حتشپسوت مومیايي جسد د لا زیاتو معاینو او ازموینو په موخه له خپل قبر څخه راوویستل شو او د قاهرې موزیم ته انتقال شو .