د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې څه وشول؟

تیره ورځ د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو په دوه اویایمه غونډه کې د معمول خلاف دریځ غوره کړ.
د امریکا ولسمشر په ډاګه کړه چې د دې وخت را رسېدلی چې د وسله والو طالبانو، حزب الله او القاعدې ډلو ملاتړ کوونکي افشا شي او د ترهګریزو کړنو مسؤل وبلل شي.
د ښاغلي ټرمپ په وینا هیڅ یوه ترهګره ډله به د جګړې له لارې بریا ترلاسه نکړي.
په وروستۍ لسیزه کې د افغانستان د جګړې په اړه دا د امریکا بې ساری اقدام دی، چې د ترهګریزو ډلو او دهغوې د ملاتړو په اړه يې پورته کوي.
دامریکا جمهور رییس په خپل څه کم یوساعته وینا کې وسله وال طالبان د نړیوال ګواښ په توګه یاد کړ او په ټینګه يې وویل چې هیڅ کله به د افغان جګړې ګټونکي نه شي.
که څه هم د وسله والو مخالفینو او ترهګرو د ملاتړو هیوادونو په اړه د امریکا دریځ قاطع و؛ خو افغان ولسمشر بیا د تمې خلاف د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو په اړه نرم او ګونګ و.

آیا ولسمشر غني د ترهګرو او ترهګرو د ملاتړ کوونکو پر وړاندې د نړیوالو د دریځ په جلبولو کې بریالی شو او که نه؟ ولسمشر د ابهاماتو پر ځای د ترهګرو د ملاتړ کوونکو هیوادونو پر وړاندې ولې کلک دریځ غوره نکړ؟

د ولسمشر غني وینا په ډیرو مواردو کې بې اغیزه نه وه؛ خو د ترهګرو پر ضد او د هغوې د ملاتړ کوونکو پر وړاندې يې د وینا ژبه خورا نرمه وه.
د ترهګرو د ملاتړي هیواد په توګه په پاکستان سختې نیوکې، د دغه هیواد د لومړي وزیر اعتراف چې په کابل کې وروستی لوی برید په پاکستان کې طرحه شوی و، د مرستو د بندولو، او آن په هغه هیواد کې د ترهګرو ځالو د ځپلو په اړه د نظامي ځواک د استعمال خبرې هغه څه وو، چې افغان جمهور رییس کولای شول د دې شواهدو په نظر کې نیولو سره ډیر تمرکز او د نړیوالو د قناعت لپاره يې ترې ګټه پورته کړې وای.

د ترهګرۍ د لوی قرباني هیواد د مشر په توګه ولسمشر باید په دې غونډه کې د دغو ملاتړ کوونکو هېوادونه نومونه یاد کړي وای او د دوی په وړاندې یې خپله تګلاره مشخصه کړې وای.
که څه هم د ولسمشر د وینا نوره برخه په زړه پورې او د افغانستان د اړتیاوو سره برابره وه.
ولسمشر د افغان وسله وال پوځ قربانۍ وستایلې او په ډاګه يې وویل، چې زموږ ملي امنیتي ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې د نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کوي ترڅو دغه شومه پدیده لمنځه یوسي.
ولسمشر دغه راز دا هم وویل چې په تیرو لسیزو کې د افغانستان سره د شویو مرستو څخه په سمه توګه ګټه نده پورته شوې، دغه راز له روهینګیا مسلمانانو سره د ولسمشر همدردي هغه څه دي چې د خلکو له پراخ هرکلي سره مخ شویدی.