غزل

چې په سترګو دې ګنډلی ناز داوښکو
دځان يوسم جنازه په ساز د اوښکو
په سجده کې مې ژړا درپسې کړي
ما ساتلی دی له درده راز داوښکو
د دوزخ له وېرې زيری راسره دی
که مې ژوند شو راسره داراز داوښکو
اوس دټول عمر ژړا څه ګرانـــــه نه ده
چې مې کړی دی له تا اغاز داوښکو
د جنت په لټـــــون راغلمــــــــه دنېا تــــــه
چې یې کېښود په قیامت ګداز د اوښکو
زړه مې شوی دی جنت، ما درواخله
چې په ژوند پسې کوم اواز داوښکو
د۱۳۸۹ کال په لومړۍ ورځ
طالب منګل