د قيامت ورځ پنځوس زره کاله ده
قوله تعالی
فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ ( المعارج 4 )
(په هغه ورځ چې ده اندازه د هغې پنځوس رزه کاله)
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : د قيامت ورځ به رښتني مسلمان د يو لمانځه قدرې وي .
.يخفف علی المؤمن حتی يکون عليه کالصلوة المکتوبة (رواه بيهقی فی البعث والنشور
په رښتينی مؤمن به دا ورځ داسې لنډه او آسانه شي لکه د يوه فرض لمونځ په شان
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د رښتنې مؤمن په باب فرمايي :
کوم کس چې پنځه وخته لمونځ په جماعت کوي د هغه د ايمان په رښتنولې باندې شاهدي ورکړی
عن ابی سعيد الخدری رضی الله عنه عن رسول الله صلی الله عليه وسلم قال : اذا رأيتم الرجل يعتاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالی انما يعمر مسجد الله من امن با الله . الايه (سنن ابن ماجه ج۱ ص ۳۵۴ )
له ابی سعيد الخدری رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : کچيرې تاسې څوک وليده چې جومات ته د تلو عادت ولري نو تاسې د هغه د ايماندارۍ شاهدي ورکړﺉ الله تعالی فرمايي : هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري .
وروستي