طلاق ورکول

پوښتنه.
 وښځې ته ويل چي پرما په درې طلاقه طلاقه يې کوم طلاق واقع کيږي اودحل لاره يې دحنفي فقه په رڼا کښ راته واضح کړۍ مهرباني به مووي
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اکثره اهل علم صحابه ، تابعين او څلورو مذاهبو په نزد درې طلاقه هغه که په يوه کلمه کې وي يا ځلا ځلا پر يو ځای وي د دريو طلاقو حکم لري.
د دريو طلاقو په ورکولو سره په سړي باندې ښځه بالکل حرامه ګرځي او د حلالې بغير د هغه سره نکاح کول او يو ځای کيدل حرام دي.
حلاله داچې هغه ښځه بل خاوند وکړي هغه وفات شي د هغه وروسته د مرګ عدت پوره شي ، يا طلاق ورکړي د طلاق عدت پوره شي د هغه نه وروسته نکاح ورسره کولای شي او بس.