فېسبوک‌ چلوونکي دې خبر وي

د ټولنیزو رسنیو تر ټولو مخکښ وېب‌سایټ فېسبوک‌ پرېکړه کړې چې هره ورځ به لږ تر لږه يو ميليون هغه اکاونټونه وتړي چې نفرت پاروونکي مواد خپروي.
د فېسبوک ادارې د امنیت ساتنې مدیر ویلي، په دې ډله کې جعلي، نفرت پاروونکي، افراطي او نور هغه اکاونټونه تړي چې خلک ترې تنګ دي.
فېسبوک دا پرېکړه داسې مهال کوي چې اوس‌ یې د کاروونکیو شمېر تر دوه ميليارډه زیات شوی او تر ډېره پرې نیوکه کېږي چې د امنیت ساتنې په برخه کې پاتې راغلی او هغه موارد په‌ کې خپرېږي چې کرکې ته لمن وهي.