
ښـه ډېر راته سپرلــــــــــيه غــــــوړېــــدلـــي ګـلان راوړه
يو څــو پـــــــــه کـې داغــلي ځــورېـــدلـــي ګــلان راوړه
د تانــدو تنـــــــکۍ هـېــلو د غــوټــيو خــــــــنداګــانــــې
ټوکــېږي چې وږمې پــه کـې سپــېڅلـــي ګــلان راوړه
چې عشق په کې سکروټه او لمـبې په کې ښــکلا وي
ګلاب غــوندې سـور اور کـې لمبــېدلــي ګــلان راوړه
د زړه سترګه چې خـــوږ ورله د اوښکو په خنجــر وي
غاټـــــول په څــېر ســينه کـــې داغــېدلــي ګــلان راوړه
آيــت مــې د مــســــکا شـــه سېــپارې د ميــنې راوړه
پــرهــــر تــه د غــمــونــو خنــــــدېــــدلـــــي ګــلان راوړه