د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي؛ سرحدي پولیس به په څو ورځو کې د کورنیو چارو د وزارت څخه جلا او د ملي دفاع وزارت تر قوماندې لاندې به فعالیت پیل کړي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري تیره ورځ رسنیو ته وویل، دا اقدام د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان پر اساس کېږي هدف يې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او ملاتړ د پروګرامونو پیاوړي کول دي.
ښاغلی وزیري وايي، د نوي بدلون سره به د افغانستان د سرحدي ځواک روزنیز امکانات او محاربوي تجهیزیات زیات شي.
اوبه په نږدې څوورځوکې به سرحدي ځواکونه د دفاع وزارت سره یوځای شي،دفاع وزارت کولائ شي چې هغوی پر وخت اکمال، تجهیز او ښه یې وروزي، کله چې هغوی په سرحدونو کې خدمت کوي، د ستونزې د پېښدو په صورت کې به دفاع وزارت وکولائ شي ورسره بیړنۍ مرستې وکړي، دفاع وزارت د زیاتو امکانات درلودو له امله، هغوی ښه روزلائ او ښه تجهیزات ورته رسولائ شي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني لوي درستیز جنرال شېر محمد کریمي د یاد پلان د اغېزمنتوب په اړه، رسنیوته وویل ،د سرحدي ځواک یو شمېر مسئولیتونه د پولیسو د پاره ځانګړي دي چې باید د کورنیو چارو له وزارت سره پاتې شي.
دا زمانظر دی، مثلاً د هوايي میدانونو څارنه، په هوايي ډګرونو کې د وېزې او پاسپورت کنټرول، د مسافرینو د تګ راتګ څارنه یاګمرکونه باید په پولیسو پورې مربوط پاتې شي، نور د محاربو فعالیتونو د پاره د ملي اردو سره د هغوی يوځای کېدل ښه قدم دی ځکه ملي اردو به یې ښه اکمالات، روزنه او تجهیز کوي.
د افغانستان سرحدي ځواکونو تردې مخکې هم د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې فعالیت کړی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویب پاڼې په حواله، سرحدي ځواکونه په ۱۳۵۹لمریز هجري کال کې د "سرحدي قوا" په نوم، د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شول.
اوپه ۱۳۸۱لمریز هجري کال کې د سرحدي ځواکونو قومانده د ملي دفاع وزارت څخه واخیستله او د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
د افغانستان حکومت په وروستیو کې د ملي اردو د کومانډو فرقې تشکیلات د څلور کلن امنیتي پلان پر اساس، قول اردو ته پراخ کړل.
هدف یې له نوموړي کار څخه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او روزنې پروګرامونو پراختیا بلل شوي.
وروستي