 
        	    
                    
                                    
                    زموږ له منځه ډېری فکر کوي، که یې د فېسبوک، ټويټر يا ایمیل په پاسورډ کې اعداد او زیاتې نښې وکارولې؛ نو ایډي یې ډېره محفوظه ده.
کیسه داسې ده چې د Bill Burr په نامه د ټولنیزو رسنیو او ايمېلیونو د خونديتوب یو څېړونکی وايي، که تاسې په پاسورډونو کې يو نوم او بیا پسې ښه ډېر اعداد او نښې وکاروئ، په ډېره اسانه د هکرانو لاس ته لوېږي.
 Bill Burr زیاتوي، هر څومره چې ستاسې پاسورډ په همدې ډول اوږدېږي، هکر ته یې ماتول اسانېږي.
 د Bill Burr په خبره، هغه پاسورډ ډېر زیات مضبوط وي چې له الفاظو جوړ او اوږد وي، یانې يوه اوږده جمله وي.
 نور مو نو خپله خوښه
 
 
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								