د امانت ساتنې بیلګه

 
لیکواله: انیسه «غزنوی»
په پخوا زمانه کې یو نامتو شاعر خپل ځینې قیمتي وسله او سره زر د عربو د یو سردار سره د امانت په توګه کیښودل، څه موده وروسته شاعر مړ شو او د دې امانت له سردار سره پاته شو او د شاعر وارثانو ته ددې امانت تسلیمول د سردار مهمه دنده وه.
ددې وخت پاچا ته د شاعر د مړیني خبر ورسید او پاچا له دې څخه خبر ؤ چې د شاعر قیمتې سامان د سردار سره پراته دي.
پاچا سردار ته پیغام ولیږه چې هغه وسله او سره  زر مونږ ته تسلیم کړه.
سردار په ځواب کې وویل: داهر څه زما سر ه امانت دي او د مسلمان له شان سره نه ښایې چې امانت خیانت کړي.
پاچا په بل ځل خپل قاصد ور ولیږه او ورته یې وویل چې: هغه شیان زما قاصد ته ورکړه.
سردار بیا هم انکار وکړ او ورته یې وویل: دا امانت دی او ددې ساتل پر ما واجب دي زه په دي کې خیانت نه شم کولا ی.
ددې ځواب په اوریدو پاچا دډیر قهر له امله تک سور شو او دسردار قلعه یې محاصره کړه، سردار بیا هم په خپله خبره ټینګ ؤ.
په دي وخت کې دسردار زوی چې د قلعې څخه د باندې پاته ؤ د پاچا له لورې ونیول شو پاچا د قلعې شااوخوا ورګرځید او سردار ته یې په لوړ آواز غږ وکړ چې زما خبره واوره!
سردار خپل سر را ښکاره کړ او ویې ویل: څه وایې؟
پاچا ورته وویل: مونږ ستا بچی نیولی دی که ته هغه سامان مونږ ته تسلیم نه کړې نو زه به ستا په مخ کې ستا دا بچی ذبح کړم.
سردار وویل: زه به انشاءالله خپله وعده پوره کوم نو هیڅ کله به امانت خیانت نه کړم ستا چې هر سه له وسه کیږي ویې کړه.
پاچا د سردار تر مخ د هغه زوی ذبح کړ او محاصره یې نوره هم اوږده کړه مګر سردار په خپله وعده هم هغسې ټینګ ؤ.
آخر پاچا په تنګ شو محاصره یې ماته کړه او د دربار په لور روان شو.
سردار خپل زوی له لاسه ورکړ خو امانت یې خیانت نه کړ.
کله چې د حج موسم راغی او د شاعر وارثان حجاز ته راغلل نو سردار هغه ټول امانت ورکړ او خپله اسلامي دنده یې پوره کړه.
دې سردار خپله اسلامي دنده د زوی د ژوند څخه ارزښتمنده وبلله او امانت یې په حقیقي توګه وساته د یو مسلمان حیثیت همداسي وي.