وریځو خپلې وزرې خپرې کړې وې، د اسمان زړه هم ډک ډک کیده، ګړندی طوفان راروان وو او یوه دوزخي تیاره یې پسې راکشوله، د هیچا او هیڅ شي غږ نه پورته کیده......
اقصا په داسې یوه زهرجنه او ویر ځپلې فضا کې د خپل ژوند د ترانو او دردونو کتاب پرانیستی او د یوې زیړبخونې ډیوې تر رپیدونکي رڼا لاندې یې خپل تیر تاریخ لوسته.....
د غمجنو سترګو د اوښکو هر څاڅکي یې یوه دردونکي کیسه کوله.....
ما پریږدی چې ښه په زوره، زوره وژاړم، چې دا یتیمه فضا ماته خپله ژړا را غبرګه کړي، چې په دې انګازو کې د خپل ژوند ټوله کیسه تاسو ته وکړم، پریږدئ چې زما چیغې ظالمان واوري، چاچې زما زوی زما په غیږه کې بې پلاره کړ او زما دا چیغي هغوی هم واوري چې د اوښکو پاکولو په ځای په چوپه خوله زما ننداره کوي، زه به یواځې وژاړم چې دوی زما د ژړا سره ونه ژاړي او یا راسره دا خزان وهلي ګلان هم وژاړي، ددې طبیعت زړه هم د انسانانو په څیر دئ، خو توپیر په کې دا دئ چې انسانان زما په ژړا پورې خندا کوي او وني، بوټې او طبیعت غلۍ دئ، لکه چې دیوه بې وسه ولس ژړا ته یې غوږ نیولی وي. ما ته د خپل ولس ژړاګانو د کربلا د تږو کیسه وکړه، ماته د خپل ولس سلګیو ددې انسانانو د بې رحمیو مخ وښود، ددې بدرنګو په بازار کې یوازې د وحشت تیارې دي.....
ددې خلکو زړونه نشته، دلته نه څوک مظلوم پیژني او نه ظالم...دا خلک د وختونو د کبرجن سمندر په غاړه د مرګ څخه ناخبره پراته دي......
اخیر به دا اوښکي سیلابونه شي اود ډیرو کبرجنو ککری به هواري کړي.....
په مانن سترغمونه راچاپیر شوي دي، ددې غمونو په ناپایه لړ کې زما اوچت سر هیڅ طاغوت اوسرکش ته نه دئ ټیټ شوئ......
چیرته دئ صلاح الدین ایوبي....؟؟!!!
چیرته ده دصلاح الدین ایوبي توره....؟؟؟
چیرته دي هغه غازیان چې پخپلووینو ،زړونو،عقلونواو روحونو یې تاریخ جوړ کړ.......
هو! نفساني غوښتنې تاریخ نه جوړوي، هیڅ داسې تاریخ مې نه دی لیدلی چې هوا اوهوس یې بنیاد ایښی وي، خو زمونږ د امت د هوس او خوندونو واکمنان بیا داسې ګمان کوي چې ګوندې هغوی مونږ ته نوی تاریخ جوړوي، نو آیا هغوی جاهلان دي که دسیسه کونکي او یا دا چې د ناپوهۍ او دسیسې تر منځ واقع شوي ؟!!!!.....
وروستي