غزل

ستا په ګلورين مخ زما ښکليه دغه مړې خولې
ما ته خدای قسم دی دګل پاڼو کې شبنم ښکاري
ښکليه که هر څومره دې خوږې داد وصال شيبې
رابه شي هجران زړګيه ما ته يې لوی غم ښکارې
خلاص به په دنيا کــــې دغمو نه کوم ادم نه وي
ماته په هجران کې په هر دم په هر قدم ښکاري
ژوند دجديیې مې که شپه ورځ شي په ګلونوکې
ما تـــــه بې لــــــه تانه سره ګلــــــونه جهنم ښکاري
ستا سيد کريم خان ته چې غوسه کې مخ راواړوې
داد ستا لـــــه خـــــوا نه ما ته رحــــم اوکرم ښکاري
سيدکريم خوستی ، الاامارات العين
۲۰۱۰٭۳٭۲۴