پسرلى

چـــــې تــــه راسره نه يې بې لــــه تانه پسرلى
په خداى چې وي بېخونده تر خزانه پسرلى
وعده دې که پوره کړه او خولګۍ غېږه دې راکړه
نو خـــــوند به يو په دوه وکـــــړي جــــانانه پسرلى
اوس ښه دي پښتانه خپلو کې تورو نه کار ناخلي
اوس شکـــــر دى ښه شوى لـــــه پخـــــوانــــه پسرلى
شرميږي ترېنه ستا دا واړه ستوري سپوږمۍ لمر
چــــې راشي ننګـــــــرهار باندې اسمانـــــه پسرلى
تپوس يې رانــــه وکړلو چې ووايه ( يرغله )
زه ښکلې يم کــه ښکلى دى له مانه پسرلى

انورالحق يرغل ننګرهار
\"\"