د وطن مينه

 
چې په درد د خپل وطن هرڅوک سوزېږي
ژوندي پايـــي که ظاهـر کـــې فنا کــــېږي
چــــې مــــين وي د وطـــن په کاڼــو، بوټو
قــربانۍ ته د فـــرهــاد غـــوندې درېـــږي
چـــې شـــهيد شـــي د وطـــن په خدمــتونو
نوم يـــې تل په تاريخـــونو کـــې ځلـــېږي
سزاوار د دغـــې ميـــنې هــــغه څوک دى
چې په مــــينه د وطن ســر نه تـــېرېـــږي
د وصال شپه کې شهيد تابوت چې راوړي
مېـــړنـــو کـــې قـــهرمـــان اتــل يادېــږي
کريمــــه به قـــهرمان شـــعرونه ليـــکـــم
اتلـــوالـــه اتـــلانــــو تــه رســـــــــــېږي.