د سترګو په خوږو کې ډوبېدم نه پوهېدم
د مينې په لمبو کې تاوېدم نه پوهېــــــدم
احساس مې عقل پرېښوده په لاره د جنون
منصور ومه په دار که ځړېدم نه پوهېـــــدم
دا ستا د مينې زور و که د عشق د خوږو تاو؟
په نره چــــې په اور کې نڅېـــدم نه پوهېـــــدم
حيـــرت کې شو غيرت زما د مينې په ازمون
سورګل غـــوندې بې وخته رژېدم نه پوهــېدم
موسکۍ شه لا هم نوره زما سويو اسوېلو ته
ساده وم چـــــې په تا ميـــنېدم نه پـــوهېـــــدم.
١٣٦٦/٣/٣١
مټکور کتاب نه
وروستي