زر کلن غني چې د تاکنو پر وخت یې د سرسخته ملاتړ کوونکو له جملې څخه وم، اوس یې پر ټاکنه د پښېمانه کېدو بله کومه چارہ نلرم، ھغوی چې زما په وینا رایه ورکړې بخښنه ترې غواړم او دا جملې مې څو وار ویلي بیا ھم وایم ما وبخښۍ ملگرو، خپلوانو او ملاتړ کوونکو۰
دا لیکنه ھغوی ته کوم چې لا ھم د داکتر محمد اشرف غني د ھغه اوږد عمر دعاوې کوي، چې د انسانیت ستر لارښود جناب نبي کریم ص ترې امان غوښتی دی۰
ولسمشر له بلا ډېرو نورو ناکاریو ترڅنگ د افغانانو ھغه ستر ارمان سرہ لوبه پیل کړې او خاورې پرې اړوي، چې دوی د یوہ ستر ارزښت په توگه زړہ په زړہ سینه په سینه له یوہ نسل څخه بل ته لېږدولې دہ او دا څو لسېزي په ھمدغه نامه قرباني ورکوي۰
ھوکې ډیورنډ یادوم ډیورنډ!!!
دا ھغه نا منل شوې کرغېړنه تورہ کرښه دہ، چې د یوہ ستر افغان ټبر پر سینه لکه د تور ښامار را کاږل شوېدہ، انگرېزي ښکېلاکگرو په سیمه کې د جنجال پاتې کېدو په پار راکاږله او بیا پسې د پنجابک تر مشرۍ لاندې د پاکستان په نوم پور شوې او غصب شوې ځمکه باندې د یو ناجایزہ اولاد په څېر را څرگند کړ۰
دا حقیقت اوس ھان یوہ ماشوم افغان ته ھم لکه د اکو بکو کیسه یادي زدہ دہ او ھمدا نسلونه به تر پایه د لوی افغانستان په فکر پایي۰
د لوی افغانستان څخه په زورہ جلا شوی ځمکه ( محکوم افغانستان ) به ھیڅکله د مکارو، جاسوسو، پرديپالو، چوکۍ ساتو او ځانچارو تش په نامه چارواکو په خوله دا غیرتي، مېړنی، متدین او مسلمان افغان ولس پنجابیو ته په تحفه کې ور پرې نه ږدي، دلته لا ھم د خوشال خان تورہ سرہ دہ، لا ھم د احمدشاہ خان او میرویس خان په څېر د امپراتوریو په فکر خړوبې ککرۍ ژوندۍ دي او لا ھم د ستر بابا باچا خان په څېر افغاني ملتپاله مشران ویښ او ژوندي دي۰
دا خوب او خیال به ھغوی ټول له ځان سرہ گور ته یوسي، چې گوندې یو افغان ټبر به د ازغن سیم په واسطه سرہ په زور جلا کړي۰
اوسنی افغان حکومت چې د زر کلن اشرف غني په مشرۍ رامنځته شوی په تدریجي توگه د ډیورنډ رسمیت پېژندو په پار سیستماتیک کار کوي۰
د سرحدي دروازو ترڅنگ اوس د خندق او ازغن سیم زغلولو نغارې ترڅنگ پرون د پنجاب پوځ استخباراتي مشر باجوہ اعلان وکړ، چې مونږ به ۹ سوہ امنیتي چوڼۍ او څو نظامي کلاگانې جوړې کړو۰
خو افغان حکومت داسې گونگ حالت اختیار کړی چې گوندې ھیڅ خبرہ ھم نشته !؟
د پنجاب مشرتابه او پوځي اډو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په لسگونو ځله تلل، جوتوي، چې پنجاب د خپلې موخې نه اوړي، بیا ولې زمونږ مشران د ھغوی په تشو وعدو باور کوي او لا ھم د پنجابه د سولې په تمه پاتې دي۰
د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل، مرستیال احسام الدین حسام او ځینو نورو امنیتي مشرانو څخه چې کله ھم د ډیورنډ اړوند خبرې اورې نو غونی به مو زیگ او ویښتان به مو ودرېږي، زمونږ دولتونو تل د واک په وخت کې د لویو ملي پروسو اړوند حقایق له ولس سرہ نه دي شریک کړي، اوس ھم ھمدا چارہ د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اړوند روانه دہ۰
د نوی حکومت په راتگ سرہ د پوھنې پخواني او د پارلماني چارو اوسني وزیر داکټر فاروق وردک، جنرال رحمت الله نبیل، جنرال حسام الدین حسام او جنرال شیر محمد کریمي په خپل وار سرہ د حکومت له ځینو رازونو پردہ پورته کړہ او ځیني ھم د داسې اسنادو د نه لاسلیک له امله استعفا ته اړ شول، چې گوندې د پنجاب سرہ کومه پټه معامله د ډیورنډ پر سر روانه دہ۰
د باډر منجمنټ او اس او پي اسنادو باندې حتا پخواني ولسمشر حامد کرزي ډېر توند غبرگون وښود چې بیا موضوع په نامعلومه توگه گونگه پاتې شوہ۰
د ډيورنډ په اوږدو کې چې کومو اتلو سرتېرو د شھادت سترہ مرتبه خپله کړہ لا تر اوسه یې د کونډو او یتیمو بچیو غم ھیڅ چا ندی کړی، د شھید خوشال، شھید ضیا الرحمن، شھید بلال ۰۰۰ شھیدانو کورنیو سرہ چې مونږ اړیکي لرو، د دوی ورثه وایي چې حکومت ټولې کړې ژمنې سرته نه دي رسولي، ھان د ولسمشر فرمان په لاس لرو، خو بېرته ھماغه ولسمشر ته د څو ځلي عارض کېدو وروسته ھم د شھیدانو حقوق را نه کړل شو۰
په رسنیو او ټولنیزو کار کوونکو د ډيورنډ او حکومت ضد کړنو بندیز یې بل لوی عامل دی، چې باید شک وکړو، گوندی د افغان حکومت مشرتابه دې د پنجاب سرہ کومې ھوکړې ته رسېدلی وي۰
ھمدارنگه د امریکایي سناتور وروستۍ نا مسولانه څرگندونې، چې د افغانانو سرہ مشروطې مرستې په پار وکړې له پامه نه شو غورځولی۰
خو د دولتي مشرتابه چوپتیا د دروازو جوړولو، ازغن سیم، خندق کنلو، چوڼیو جوړولو، جنگي کلا گانو او فاټا سیمې ته د پنجابي پوځ دننه کولو، د افغان ولس سرہ بلا تشویشونه او پوښتنې پیداکړیدي۰
که چېرې دولت ھمداسې خاموش پاتې شي، لرې نه دہ چې ولس پخپله لاس په کار شي او د مشروع حقوقو غوښتنې لپارہ سرکونو ته را ووځي، تحسن او اعتصابونه وکړي، خو دولت باید پوہ شي، ھره معامله چې دوی د ولس څخه په پټه روانه کړېدہ،
دا به یوہ ورځ حتما ولس ته برملا کېږي، ھغه وخت به د زر کلن غني ماشخوارہ فس بوکيان (ارگبکیان) او دولتي چارواکي د دویم شاه شجاع لقب خپلوي، ډیورنډ د دولتونو نه بلکه د ولسونو حق دی او دا حق تاریخ په شرقي او غربي المان کې ډېر ښه ثابت کړی دی۰
د لوی آزاد او سر لوړي افغانستان په ھیله۰
غورځنگ سیال
وروستي