
وخت دنوبهاردی زه جدا له خپله ياره
دريغه دريغه چې بې ياره ځې بهاره
اوردخوږو زړونو چې دغره په سرلګيږي
شنې لوخړې خيژي له نښتره له چناره
داڅه عاجزي ده چې زه کښم په کاغذ باندې
راشه وويرېږه د عاشقانو له ازاره
دا څه اوښکې نه دي چې بهيږي له چشمانو
ويني دي بهيږي له زړګوټي له پرهاره
رنځ مې سخت دی هر زمان په ما زياتيږي
راشه اې طبيبه ګوندې مرم درب دپاره
غرونه دي نړيږي چې په حال زما خبريږي
سيند د اوښکودرومي چې راغلی له کهساره
نور څه نه دي واړه نارې د بېلتانه دي
راشه که يې ګورې درباب له هره تاره
زه يوخوار وزار يمه رحمان په عاشقۍکې
خپل دی که پردی دی راته نه ګوري له عاره