ایفون۸ د عرضه کیدو لپاره وروستۍ نیټه د سپټامبر دولسمه ټاکل شوې

په داسې حال کې چې د ایفون۸ د عرضه کیدو لپاره وروستۍ نیټه د سپټامبر دولسمه ټاکل شوې، خو اوس ویل کیږي چې کیدای شي د دغې غوږئ عرضه له ځنډ سره مخ شي.
په دې ورځو کې د ایفون۸ د ځانګړتیاوو په اړه مختلف راپورونه خپریږي او وروستی خبر یې دا دی چې ایفون۸ وروسته له مخکتنې څخه د ایفون۷ اس له مختلفو مډلونو څخه عرضه کیږي.
د ایفون۷ اس، دوه مډلونه به د سپټامبر په ۲۲تمه نیټه د ایفون۸ له عرضې وړاندې عرضه کیږي.
د راپورو پر اساس په داسې حال کې چې په ځينو ویبپاڼو کې د ایفون۸ د عرضه کیدو نیټه د نوامبر میاشت ښودل شوې، خو په ځینو نورو ویبپاڼو کې بیا د دغې غوږئ د مخکتنې نیټه د اکتبر منځنۍ یا وروستي ورځې ښودل شوي.
د ایفون۸ د طرحې جزی تغیر او ځینې نورې ستونزې د دغې غوږئ په عرضه کیدو کې د ځنډ اصلي عوامل بلل شوي.